د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۹

د افغان همکارانو د معلوماتو له افشا وروسته د بریتانیا دفاع وزارت پر ضد د تاوان ورکولو دعوې راپورته شوي


په افغانستان کې د بریتانیا د ځواکونو د پخوانیو شاوخوا ۱۹ زره افغان همکارانو، چې بریتانیا ته د افغانانو د ځای پر ځای کولو پروګرام ته یې نوم لیکنه کړې وه، د پراخو شخصي معلوماتو تر افشا کېدو وروسته، د بریتانیا د دفاع وزارت پر ضد د تاوان غوښتنې ګڼې قانوني قضیې ثبت شوې دي.

بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډنټ پرون د جولای ۲۵مه راپور ورکړی چې د برنګزلا حقوقي بنسټ د شاوخوا زرو قربانیانو قضیې ثبت کړې دي.

د دې بنسټ مشر عدنان ملک ویلي، د دوی مراجعین تمه لري چې ښايي پنځه عددي تاوان (زرګونه پونډه) ترلاسه کړي.

انډیپنډنټ ویلي، که څه هم دغه قانوني دعوه لا په لومړیو پړاوونو کې ده، خو حقوقي بنسټونه تمه لري چې د دعوه کوونکو شمېر به لا ډېر شي.

بل بریتانوی حقوقي بنسټ لیډي په وروستیو کې ویلي، چې لږ تر لږه ۷۰ کسانو له دې شرکت سره خپلې قضیې ثبت کړې دي، خو شرکت اعلان کړی چې دوی نوې قضیې مني، او په خبره یې هر مراجعه کوونکی ښايي زرګونه پونډه ترلاسه کړي.

دغه بنسټ اټکل کړی چې هغه کسان چې لا هم په افغانستان کې دي ښايي زیات تاوان ترلاسه کړي.

په راپور کې د حقوقي کارپوهانو او د بشري حقونو د متخصصینو له قوله ویل شوي، دا تاوان د قربانیانو لپاره مهم کېدای شي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې لا هم په افغانستان کې دي او له سختو خطرونو سره مخ دي.

خو د بریتانوي ځواکونو یو شمېر پخواني افغان همکاران وايي، دوی ته تاوان مهم نه دی، باید دوی هغه هېواد ته انتقال کړل شي.

په افغانستان کې مېشت د بریتانوي ځواکونو یو پخوانی همکار، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:
" قضیه تراوسه هم نامعلومه ده، او د اسنادو له افشا کېدو وروسته زموږ ویره نوره هم زیاته شوې او زموږ په وړاندې ستونزې هم زیاتې شوي دي. زموږ غوښتنه داده چې د تاوان په ځای دې موږ انتقال کړل شو. دوی باید ژر تر ژره لاس په کار شي، ځکه که دا انتقال ونه شي، لا به نور کسان په نښه شي او لا به نور وژل شي."

په پاکستان کې مېشت د بریتانوي ځواکونو یو بل پخوانی افغان همکار، چې په خبره یې دوه کاله مخکې له افغانستانه وتلی، وايي:
"زه له تېرو دوه کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیږم. اوس چې دلته هم وضعیت خراب دی او هره ورځ د ډیپورټ له ګواښ سره مخ یو، د بریتانیانو له لوري زموږ د اسنادو له افشا کېدو وروسته مو ویره نوره هم زیاته شوې ده. زموږ هیله او غوښتنه داده چې دوی باید زموږ د انتقال پروسه هر څه ژر پیل کړي او په دې برخه کې دې جدي اقدام وکړي."

خو د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي، دوی په خپله خوښه د تاوان ورکولو نیت نه لري، او ښايي د هر ډول قانوني دعوې پر ضد کلک مقاومت وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، د بریتانوي ځواکونو د شاوخوا ۱۹ زره پخوانیو افغان همکارانو شخصي معلومات د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې افشا شوي وو.

ویل کېږي چې دغه کسان اوس د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له خطر سره مخ دي.

همدا تېره اونۍ، بریتانوي ورځپاڼې ډیلي ټیلیګراف د یو څېړنیز راپور په خپرولو سره ادعا کړې، د دغه لیسټ له افشا کېدو وروسته طالبانو له ۲۰۰ ډېر افغان سرتېري په نښه کړي او وژلي دي.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ډیلي ټیلیګراف راپور رد کړ، او وې ویل: «دوی د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي».

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې له دې وړاندې د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په دوامداره توګه خپلو راپورونو کې ویلي، چې د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د پخواني حکومت د کارکوونکو په اړه د بشري حقونو د سرغړونو ګڼې قضیې ثبت شوې دي، او سلګونه افغان پوځیان بندیان شوي، شکنجه شوي، تري تم شوي او وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG