ولي محمد وايي: "لوړې زده کړې مانه پاتې شوې، لوږه وه، فقر و، بېچارګي وه، هغه ارمانونه په دې بلې لارې لاسته راغلل، لکه افتخاري ډوکټورا."
خو د ولي محمد نوري د لوړو زده کړو ارمان له بلې لارې پوره شو.
د بریتانیا اېسېکس/ پخواني ټویټر پوهنتون د دغه هېواد د معلولینو د ځغاستې او لامبو د ملي لوبډلې دې نابینا افغان لوبغاړي ته نېږدې اوونۍ مخکې د انګلستان د پاچا د استازې په حضور کې دا ډوکټورا ورکړه.
دې پوهنتون په خپله فېسبوک پاڼه دا خبر خپور کړی و او ویلي یې و، ولي محمد نوري ته یې دغه ډوکټورا د ستونزو پر وړاندې د مبارزې، د بېلابېلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، بشري خدمتونو او په ټولنه کې د اغېزناک رول له امله ورکړې ده.
ولي محمد هم همدا خبره کوي:
"د سپورټ په ډګر کې کومې لاسته راوړنې چې ما درلودې، د هڅونې په برخه کې، افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې، د عامه پوهاوي په برخه کې، دې ټولو ته په کتو، دوی دا وغوښتل چې ماته افتخاري ډوکټورا راکړي."
نوري چې لس کاله کېږي برېتانیا ته راغلی، وايي تر اوسه یې ګڼ نور ویاړونه هم خپل کړي دي.
دی وايي، یوازې ۲۵ مډالونه یې تر اوسه ګټلي چې ۲۲ یې د ځغاستې او درې د لامبو په برخه کې دي.
خو تر ټولو مهم ګټلی مډال یې کوم دی؟ هغه ازادي راډیو ته وویل:
"کله چې کوین الیزابت (ملکه الیزابت) ژوندۍ وه هغې ماته چلنج راکړی و چې په نامه یې سونټي چلنج (۷۰ چلنج) د لامبو وهنې چلنج و، نو هغه چلنج ما پوره کړ، بیا همغه و چې د کوین جوبلي په نوم مډال یې ماته راکړ."
ولي محمد نوري یوازې د تېر لمریز کال په سرطان میاشت کې د بریتانیا په لندن ښار کې د «Metro Blind Sports» په نوم د ځغاستې له لوبو چې نابینایانو لپاره جوړې شوې وې، د سرو زرو دوه مډالونه ترلاسه کړل.
هغه د ۲۰۰ او ۸۰۰ متره واټن اتل شو.
ولي محمد په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په جرمني کې هم د (INVICTUS GAMES) په نوم د ځغاستې له نړیوالو لوبو د سرو زرو څلور مډالونه ګټلي وو.
نوري وايي تر نابینایۍ مخکې یې په کابل کې سوک وهنه هم کوله.
۳۶ کلن ولي محمد نوري د افغانستان د کابل ولایت اصلي اوسېدونکی دی. شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې چې د تېر جمهوري نظام په پوځي برخه کې یې دنده درلوده، په هلمند ولایت کې یوې بمي چاودنې نړۍ د تل لپاره تیاره کړه او دی نابینا شو. واده یې کړی او څلور ماشومان لري چې درې لوڼې او یو زوی لري.
دی چې د بېوزلۍ د ژوند ناخوالې یې لیدلې دي، وايي هره نقدي جایزه چې تر لاسه کوي، په افغانستان کې یې کونډو او یتیمانو ته ویشي:
"هرې جایزې نه وروسته چې ماته کومې نقدې جایزې راکول کېږي، زه بیا هغه وطن کې په بېوزلو کورنیو ویشم، په خاص ډول یتیمانو او کونډو باندې."
ولي محمد نوري دا کار داسې مهال کوي چې د خوړو نړیوال پروګرام د راپور له مخې، همدا روان اوړی په افغانستان کې لس میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي.
ښايي د نوري مرسته لس وږي ماړه نه کړي، خو دا احساس یې ډېرو زړونو ته لاره کړې، تر دې چې نن له همدې او نورو فعالیتونو له امله ورته افتخاري ډوکټورا ورکول کېږي.