د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن د جولای په ۲۳مه د دې وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو په مناسبت جوړ شوي خبري کنفرانس ته وویل چې د دې جوړې د خوشې کولو هڅې روانې دي.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو لهخوا نیول شوي وو.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د دې بریتانیایې جوړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "کوم دوه بریتانیایي وګړي چې زندانيان دي، هغوی وخت په وخت له خپلو کورنیو سره په اړیکه کې دي، قونسلي خدمتونه ورته رسېږي او د خوشې کېدو لپاره یې هم هڅې روانې دي، خو پړاوونه یې تراوسه نه دي بشپړ شوي. د روغتیايي خدمتونو او د هغوی د اوسېدو د ځای په ګډون ټول بشري حقونه په نظر کې نیول شوي او رسېدنه ورته شوې ده."
نوموړی داسې مهال دا ادعا کوي چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دوه کسان ظاهراً له کوم رسمي تور پرته نیول شوي، او نه یوازې روغتیايي او قانوني خدمتونو ته لاسرسی نه لري، بلکې له خپلې کورنۍ سره هم د محدودو ټلیفوني اړیکو اجازه لري.
په اعلامیه کې د دغې بریتانیایې جوړې د روغتیا په اړه ژوره اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي چې د دوی فزیکي او رواني روغتیا په چټکۍ سره مخ پر خرابېدو ده، او له روغتیايي پاملرنې پرته له نهجبرانېدونکي زیان او ان د مرګ له خطر سره مخ دي.
دغو کارپوهانو ویلي چې په داسې نازک روغتیايي حالت کې په ناوړه شرایطو کې د دوی ساتل غیرانساني عمل دی.
په اعلامیه کې د دې بریتانیایې جوړې د سمدستي خوشې کېدو او روغتیايي اسانتیاوو ته د لاس رسي غوښتنه شوې ده.
له دې مخکې د پیټر او باربي اولادونو هم د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې وه چې له دې وړاندې چې هغوی په توقیف کې مړه شي، د دوی مور او پلار دې راخوشې کړي.
ګارډین ورځپاڼې د جولای په ۲۰مه راپور ورکړی و چې د دې جوړې څلور اولادونه په بریتانیا کې ژوند کوي او د خپل مور او پلار د روغتیا په اړه ژوره اندېښنه لري.
دا په داسې حال کې ده چې اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د روان کال د اپریل په میاشت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع له قوله راپور ورکړی و چې دا بریتانیایې جوړه د یوې کوچنۍ موضوع له امله په افغانستان کې نیول شوې او قضیه یې محکمې ته استول شوې ده.