د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۳

د سره صلیب او ملګرو ملتونو اندېښنه؛ ایران نه ستانه شوي افغان کډوال د خوړو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي


له ایرانه افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي کډوال وایي، امېندوارې مېرمنې او کوچني ماشومان یې د خوړو له شدید کمښت او ان د تلفېدو له خطر سره مخ دي.

دوی چې ډېری یې په تېرو دوو اونیو کې ستانه شوي، وایي، ان د څښاک پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

د ایران له تهرانه شاوخوا یوه اونۍ مخکې افغانستان ته ستون شوی محمد دی، وایي، په کورنۍ کې یې کوچني ماشومان د خوړو له قحطۍ سره مخ او ان خوارځواکه شوي دي.

۱۸ کلن محمد چې اوس له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د سرپناه د نه لرلو له امله د خپلوانو په کورونو ګرځي، ازادي راډیو ته یې وویل، تر پنځو کلونو کم عمره یوه خور او دوه خوریان یې د کافي خوړو نه لرلو له امله ان د تلفېدو له ګواښ سره مخ دي:

“وضعیت ډېر خراب دی، ماشومان ډېر زیات تکلیف سره مخ دي، لوږه ډېره ده، موږ ایران ته له ماشومتوبه تللي وو، اوس چې بېرته راغلي یو، نه ځای او نه کور لرو، ماشومان مو کافي خواړه نه لري، نږدې ده چې دوی له لوږې مړه شي، ډاکتر ته یې هم نه شو بیولی ځکه چې پیسې نه لرو.”

د ایران له مشهده بل راستون شوی افغان کډوال، ۵۱ کلن عبدالقیوم چې له خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ سره د بلخ ولایت مزارشریف ښار کې مېشت شوی، بیا وایي چې مېرمن او یوه واده شوې لور یې چې د ۷ او ۸ میاشتو امېندوارې دي، او یو ۴ کلن لمسی یې د مناسبو خوراکي توکو نه لرلو له امله په خوارځواکۍ اخته شوي او ورځ تر بلې یې وضعیت په بدېدو دی.

دی چې ۱۵ ورځې مخکې ایران کې له ۲۰ کلنې استوګنې وروسته له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته راستون شوی او اوس په یو کرايي کور کې اوسېږي، ازادي راډیو سره یې خبرو کې یې وړاندې د خپلو ستونزو په اړه وویل:

“زما مېرمن او لور دواړه امېندوارې دي، موږ چې هر څه غوښتنه کوو، څوک مو مرسته نه کوي، یوازې موږ نه، زرګونه نور خلک چې هره ورځ له ایران نه راستنېږي، همدې ستونزو سره مخ دي، ایران کې مو پیسې د کور پر خاوند پاتې شوې، دلته چې راغلي یو، کله یو خپلوان د خوراک لپاره یو څه راوړي، کله بل، یا یې له خلکو نه قرضوو، بس دا ۱۵ ورځې همداسې ګذاره کوو.”

خو داسې کورنۍ هم شته چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په افغانستان کې د هېڅ ډول اسانتیا او سرپناه نه لرلو له امله لا هم له ایران سره پر پوله، د هرات ولایت اسلام‌قلعه کې د کډوالو په پنډغالو کې په بې برخلیکه حالت کې پاتې او د لوږې شکایت کوي.

له دې ډلې امیر چې له خپلې ۴ کسیزې کورنۍ سره راستون شوی، ازادي راډیو ته یې وویل:

“موږ په ایران کې وو، هلته هم د ګڼو خلکو پوروړي یو، زما لاس مات شوی، ګچ دی، موږ یو څو وخته کېږي چې له ایران نه راغلي یو، سم وضعیت کې نه یو، تر خېمې لاندې اوسېږو، که د سهار خواړه ولرو، د غرمې نه لرو، که د غرمې ډوډۍ ولرو، د شپې ته حیران یو، له زښته زیاتو ستونزو سره مخ یو.”

دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون هم په خپل یو تازه راپور کې اندېښنه ښودلې چې په دې وروستیو کې له ۲.۶ میلیونه ډېر خلک له هېڅ ډول اسانتیا، سرپناوو، دندو او د خوندیتوب له امکاناتو پرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

«ای اف ار سي» د جولای په ۲۱ مه په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه خپور کړي بیان کې ویلي چې دوی د دې ستنو شویو د تعین کړي هدف د مرستو لپاره یوازې ۱۰ سلنه بودجه لري.

دغه فدراسیون زیاته کړې چې هره ورځ د کډوالو د زیاتېدونکي ستنېدو له امله پر دوی او ملګرو بنسټونو یې د مرستو او تمویل برخه فشارونه زیاتېږي او ټینګار یې کړی چې د دې ژوند ژغورونکي کار د دوام لپاره بیړني نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده.

دغه‌شان د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) هم په همدې ورځ په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه لیکلي چې لسیزو جګړو، وچکالیو، د خوراکي توکو بیو لوړېدو او پاکو اوبو ته محدود لاسرسي په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.

ډبلیو اف پي ویلي چې دوی یوازې له ۳ میلیونه زیاتو ښځو او ماشومانو سره د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د ځانګړو مغذي خوړو مرسته کړې ده.

دا اندېښنې داسې وخت مطرح کېږي، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو ستنېدنه چټکه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړو راپور ورکونکو د جولای په ۱۸ مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه پورې یوازې نېږدې ۲ میلیونه افغانان په اجباري ډول له ایران او پاکستان افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.


XS
SM
MD
LG