د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۶

د ملګرو ملتونو راپور: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ایستل شوي افغانان د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دي


د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي، له ګاونډیو هیوادونو ایستل شوي افغانان چې بېرته طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته شړل شوي، د شکنجې، خپل‌سري توقیف او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې له خطر سره مخ دي.

په دې راپور کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په ګډه خپور کړی، د یو شمېر ستنو شویو د شکنجې، وهلو، جعلي اعدامونو او د جنسیت پر بنسټ د محدودیتونو لومړی لاس روایتونه راخیستل شوي دي.

راپور له ۴۹ کسانو سره د مرکې پر بنسټ جوړ شوی، او تر ټولو زیان‌پذیرې ډلې یې ښځې او نجونې، د پخواني حکومت یا امنیتي ځواکونو غړي، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان بللي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر تورک ویلي:
"په افغانستان کې دا وضعیت د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو زیات کړکېچن دی، چې یوازې د جنسیت له امله د څار او تعقیب له پراخو بڼو سره مخ دي."

په راپور کې ویل شوي یوې مېرمنې چې مخکې یې په ټلویزیون کې خبریالي کوله او په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له ګواښونو تښتېدلې وه، اوس له بېرته ستنېدو وروسته ځان "په کور کې بندي" بولي. هغې د ملګرو ملتونو پلټونکو ته ویلي: "دلته د کار هیڅ امکانات نشته، د تګ راتګ ازادي نه شته، او د شپږم ټولګي پورته تعلیم ته لاسرسی نه لرو."

راپور لیکي: "دا موندنې له هغه نړیوال اصل ښکاره سرغړونه ده"، چې له مخې یې هیڅوک باید هغه هیواد ته بېرته ونه لیږل شي چیرته چې د شکنجې، تعقیب یا بل جدي زیان له ګواښ سره مخ وي.

راپور په داسې مهال خپریږي چې په وروستیو کې پر ایران او پاکستان سربېره چې افغانستان ته یې د افغان کډوالو جبري ایستلو ته زور ورکړی، له جرمني یو شمېر په جرمونو کې ښکیل افغانان هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته واستول شول. همدارنګه د امریکا متحده ایالتونو کې هم د ولسمشر ټرمپ ادارې د لسګونو زرو افغانانو د موقت خوندیتوب وضیعت پای ته رسولی او بیرته یې افغانستان ته د ایستلو ویره ده.

د افغانستان لپاره د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره، روزا اتونبایوا، ویلي چې د طالبانو حکومت د مهاجرو د ستنېدو په وړاندې منسجم غبرګون ښودلی، خو زیاته کړې یې ده چې "لا هم ډېر کار ته اړتیا ده څو دا ستانه شوي کسان د ټولنې برخه شي او د دوی بشري حقونه خوندي شي."

راپور له ټولو هیوادونو غواړي چې د افغانانو له ایستلو مخکې د خطر جلا ارزونه وکړي او د قانوني او خوندي مهاجرت لارو ته پراخ لاسرسی برابر کړي. همداراز، پر نړیوالو غږ شوی چې د بېرته ستنو شویو افغانانو د دوامداره ادغام لپاره مالي ملاتړ زیات کړي، ځکه چې د راپور په وینا د افغانستان داخلي بنسټونه په ګڼ شمېر د کډوالو د ورستیدو له کبله له سختو فشارونو سره مخ دي.

سره له دې چې طالبانو د عمومي بښنې او ادغام ژمنې کړي، خو د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې دا ژمنې عملي شوې نه دي.

وولکر تورک وایي: "د داسې خلکو بېرته لېږل چې هلته د شکنجې یا تعقیب له خطر سره مخ دي، د نړیوال قانون جدي سرغړونه ده."

XS
SM
MD
LG