د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۶

پاکستان د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې راپورونه رد کړل او "یوازې ګمانونه" یې وبلل


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان

د پاکستان حکومت د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې په اړه راپورونه بې‌بنسټه بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، د پنجشنبې په ورځ، د جولای په ۲۴مه، په اسلام‌اباد کې په یوه خبري ناستې کې د دغه هېواد د یو شمېر رسنیو هغه راپورونه، چې ګواکې پاکستان غواړي د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، رد کړل او ویې ویل: "دا یوازې ګمانونه دي."

نوموړي ټینګار وکړ چې تر اوسه پورې د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګریزو ډلو شتون او هلته د هغوی خوندي پناه‌ځایونه لا هم د پاکستان ملي امنیت ته د دایمي ګواښ سرچینه ګڼل کېږي.

خو نوموړي دا هم وویل چې د طالبانو له‌خوا د اسلام‌اباد د اندېښنو په وړاندې "مثبت لیدلوری" ښودل شوی او ویې ویل چې د دواړو خواوو اړیکې د ښه کېدو په لور روانې دي.

شفقت علي خان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، د وروستي سفر یادونه هم وکړه، چې د سرطان په ۲۹مه نېټه کابل ته شوی و.

نوموړي وویل چې د دغه سفر تمرکز د امنیتي همکاریو په پیاوړتیا، د سرحدونو مدیریت او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړو د سپارلو پر تعقیب و.

محسن نقوي په دغه سفر کې له یو شمېر طالب چارواکو سره ولیدل، چې په کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج‌الدین حقاني، هم شامل و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو خواوو د اړیکو ایجادولو، باور او ډاډ فضا د رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې، یو شمېر پاکستاني رسنیو د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې په اړه اټکلونه خپاره کړي وو.

له دې ډلې، د پاکستان ایکسپریس ټریبیون د جولای په ۶مه راپور ورکړی و چې ځینې شنونکي باور لري، چې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژند په اړه د روسیې پرېکړه ممکن د پاکستان په ګډون نورو هېوادونو ته هم د طالبانو حکومت د رسميت پېژندنې لاره پرانیزي.

د یادونې ده چې پاکستان د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې په تړاو ویلي وو، چې دا د دوه "خپلواکو هېوادونو" ترمنځ مسله ده.

روسیې د جولای په ۳مه، د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند، او د ۲۰۲۱ کال له اګست واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، لومړنی هېواد شو چې دا ګام یې واخیست.

د یادونې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، شاوخوا پنځه اونۍ وړاندې ویلي وو چې د اپرېل په ۱۹مه کابل ته له خپل سفر وروسته، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې مثبتې شوې دي.

هغه په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه لیکلي وو، چې اسلام‌اباد غواړي له طالبانو سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د سفارت له سرپرست نه، د سفیر تر کچې لوړ کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مې په ۳۰مه په یوه اعلامیه کې د پاکستان د دې پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې دوی هم غواړي په اسلام‌اباد کې خپل شارژدافیر سفیر ته لوړ کړي.

د یادونې ده چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې له ګڼو ترینګلتیاوو سره مخ وې.

پاکستاني چارواکي د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بریدونو زیاتوالی د افغانستان په خاوره کې د دغې ډلې فعالیتونو پورې اړوند بولي.

خو طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې دوی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد وکارول شي.

XS
SM
MD
LG