یو شمېر جرمني رسنیو له ډلې دویچه وله په یو راپور کې د جرمني د حکومت په حواله ویلي، د طالبانو حکومت دغه دوه ماموران به په برلین او بن کې په قونسلي برخه کې فعالیت ولري.
که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو یو شمېر رسنیو د جرمني د حکومت د ویاند شټیفن کورنلیوس له خولې ویلي چې سید مصطفی هاشمي او نبراسالحق عزیز د دوهمو سکرترانو په توګه ټاکل شوي دي.
په همدې حال کې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې ده چې د طالبانو حکومت دغه دوه قونسلي ماموران جرمني ته رسېدلي دي.
د جرمني ډي. پي. اې خبري اژانس هم دا خبره کړې ده.
د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، جرمني لومړنی اروپايي هېواد شو چې د طالبانو حکومت دوه قونسلي کارکوونکي مني.
که څه هم برلین ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت د قونسلي مامورانو د منلو پرېکړه، د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري، او دوی به د نورو پلان شویو ایستل کېدونکو کسانو په لېږد کې هم همکاري وکړي، خو د جرمني دې پرېکړې ځینې غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکتر رنګین دادفر سپنتا د جرمني پر وروستي سیاست سختې نیوکې کړي دي.
نوموړي پرون د جولای ۲۱مه نېټه په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالب ډیپلوماټانو منل، د نړیوالو قوانینو له مخې د دې ډلې د رسمیت پېژندلو معنا لري.
نوموړي خبرداری ورکړی چې دا دریځ به د جرمني سیاست، د روسیې د هغه سیاست تر کچې راټیټ کړي چې له وړاندې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
ده ټینګار کړی چې د طالب ډیپلوماټانو منل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.
د ښځو د حقونو فعالانې هم د جرمني دا پرېکړه غندي او وايي، برلین له هغه ډلې سره معامله کوي چې د بشري حقونو په پراخه سرغړونه کې لاس لري.
د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې مشرې ترنم سیدي ازادي راډیو ته وویل: "داسې یو هېواد چې خپله کډوال منونکې وي، اوس دې ته حاضر دی چې د بشري حقونو له ناقضینو سره مرسته وکړي. موږ افغان ښځې د نړیوالو د دوهګوني سیاست قرباني یوو، خو موږ غلې نه پاتې کېږو او خپل غږ تر نړۍ رسوو. نړۍ ته وایو چې له طالب سره معامله، له تاوتریخوالي، بېعدالتۍ او سانسور سره معامله ده. موږ دا هر څه ګورو او نه یې هېروو."
د ښځو د حقونو بلې فعالې ژولیا پارسي وویل، دا چې طالبان په کور دننه مشروعیت نه لري، څنګه امکان لري چې جرمني ورسره د هغو کډوالو په اړه خبرې وکړي چې د طالبانو له ظلم له افغانستانه تښتېدلي دي.
"د جرمني له لوري په قونسلي برخه کې د دوو طالب استازو منل، په واقعیت کې د مشروعیت په برخه کې یوه خطرناکه پرېکړه ده. په داسې حال کې نه یوازې طالبان په کور دننه مشروعیت نه لري، بلکې په پراخو بشري سرغړونو کې لاس لري. د دغو استازو منل، په اصل کې طالبانو ته د هغو کډوالو سپارل دي چې د همدوی له ظلم تښتېدلي دي. دا پرېکړه ښيي چې سیاسي ګټو، پر انساني وجدان او د بشري حقونو پر اصولو غلبه موندلې ده."
مخکې له دې، د ښځو د حقونو لسګونه بېلابېلو بنسټونو په یو سرخلاصي لیک کې، د طالبانو حکومت سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د لیوالتیا او افغانستان ته د رد شویو او په جرمونو تورنو افغانانو د ستنولو د پروګرام په اړه د جرمني د پرېکړې په تړاو اندېښنه ښودلې وه.
په لیک کې چې یوه کاپي یې ازادي راډیو ته هم استول شوې، راغلي چې دا پرېکړې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو، د جرمني له نړیوالو مکلفیتونو، او د تاوتریخوالي د قربانیانو په وړاندې د دغه هېواد له اخلاقي مسؤلیت ښکاره سرغړونه ده.
جرمني د جولای په ۱۸مه نېټه، ۱۱۸ افغانان چې منل کېدل یې رد شوي وو او په جرمونو تورن وو، په یوه ځانګړې الوتکه کې کابل ته انتقال کړل.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریند ویلي، د دې کسانو د شړلو حکم د محکمې له پرېکړې وروسته صادر شوی دی.