د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۶

یوناما: په مې میاشت کې یې لسګونه ښځینه کارکوونکې د مرګ له ګواښونو سره مخ شوې


ملګري ملتونه وايي، د روان کال د مې میاشتې پر مهال د دې سازمان د بېلابېلو ادارو لسګونه ښځینه کارکوونکې، چې له یوناما او نورو ملګرو ملتونو ادارو سره کار کوي، د نامعلومو کسانو له خوا د مرګ ګواښونه ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند، سټیفن دوجاریک، تازه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دې مسلې یوناما اړ کړې چې د خپلو همکارانو د لنډمهاله خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي.

نوموړي د ۲۰۲۵ کال د اپریل نه تر جون پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما وروستي راپور ته په اشارې سره ویلي چې د طالبانو حکومت، که څه هم په عام ډول ټینګار کوي چې اسلام ښځو ته د کار کولو او سوداګریزو فعالیتونو اجازه ورکوي، خو په عمل کې د ښځو د کار مخه نیسي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د معلوماتو له مخې، طالبانو ورته ویلي چې د دغو ښځینه کارکوونکو ته د مرګ د ګواښونو په قضیه کې ښکیل نه دي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا څېړنې روانې دي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو یو شمېر افغانې کارکوونکې وايي، څو ځل یې په غیر مستقیم ډول د ټلیفون له لارې د نامعلومو کسانو له لوري ګواښونه ترلاسه کړي دي.

یوه ښځه، چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، وايي چې مخکې یې له یوې نړیوالې مرستندویه ادارې سره کار کاوه، خو د ګواښونو له امله اړ شوه چې کار پرېږدي.

نوموړې د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته ویلي: "سره له دې چې د کورنۍ سرپرستي مې پر غاړه ده، خو د ګواښونو له امله اړ شوم کار پرېږدم. ځکه کورنۍ مې هم وېرېده او نور یې اجازه نه راکوله. کله چې له یوې موسسې سره کار کوې، طالبان فکر کوي چې موږ له کافرو سره مرسته کوو. په همدې دلیل، له بهرنیو ادارو سره په اوسنیو شرایطو کې کار کول ډېر سخت او ان ناممکن دي."

یوه بله ښځه، چې دا هم نه غواړي نوم یې خپور شي او دا مهال له یوې بهرنۍ مرستندویه موسسې سره کار کوي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته ویلي: "زه څو ځل د ټلیفون له لارې د نامعلومو کسانو له خوا ګواښل شوې یم، ځکه له یوې بهرنۍ موسسې سره کار کوم. ډېری وخت پر ما فشار راوړل شوی چې کار پرېږدم، خو یوازې دا چې زما میاشتنۍ تنخوا زموږ ورځني لګښتونه پوره کوي، کار مې نه دی پرې ایښی."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په ګډون د دې سازمان بېلابېلو ادارو د مرستې رسونې په بهیر کې، د طالبانو د لاس وهنې او په ځانګړي ډول د ښځو د ګډون محدودولو په تړاو راپورونه ورکړي دي.

طالبانو، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، د خپلو نږدې څلورو کلونو واکمنۍ په موده کې، د زده کړو او کار په ګډون پر ښځو پراخ محدودیتونه لګولي، او له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو یې هم د دوی د ګډون مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG