د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ او وسله والو ترمنځ نښتو کې یو عسکر وژل شوی او ۲۹ ټپي شوي دي


په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي. (انځور: ارشیف)
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي. (انځور: ارشیف)

په بر جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځ او وسله والو ترمنځ په نښتو کې یو عسکر وژل شوی او ۲۹ ټپي شوي دي.

د یادو ضلعو د پولیس چارواکو د دسمبر پر ۲۹مه د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پر پوځي پوستو ځانمرګي برید او بیا له وسله والو سره د ډزو په نتیجه کې دا مرګ ژوبله شوې ده.

دوی وویل چې د ۲۸م دسمبر په شپه د سراروغې تحصیل په پړتګئ سیمه کې له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې يو سرتیرې وژل شوی او ۲۵ نور ژوبل دي.

د ډیره اسماعیل خان پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې د دسمبر پر ۲۹ مې نيمه شپه د تحصیل کلاچۍ د ہتھالہ سیمې په کنوړی پوځي پوسته د ګاډی په واسطه ځانمرګی برید شوی چې او بیا وسله والو پر دې پوسته یرغل کړی دی.

د پولیس سرچینې په وینا، په دې پېښه کې څلور عسکر ټپي شوي دي. پوځ لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم چا د دې برید زمه واري منلې ده.

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو او په ځانګړې توګه جنوبي او قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې په باجوړ او بنو کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د باجوړ په سلارزو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتو کې د ملېشې ځواک یو سرتېری وژل شوی او درې نور زخمیان شوي دي.

د باجوړ د امنیتی ځواکونو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط نن مشال راډيو ته وویا چې د ډېسېمبر پر ۲۷مه مازیګر شاوخوا دری بجې د سالارزو په سیدبانډه کې د امنیتي ځواکونو په پوسته وسله والو ډزی وکړې.

د ډزو په نتیجه کی یو سرتېری وژل شوی او د یو پوځي افسر په ګډون درې نور کسان زخمیان شوي دي.

د سرچینو په خبره تر ډزو وروستو په سیمه کې د لټون عملیات روان دي او د پېښې په تړاو لا څوک ندي نیول شوي. د دغه پیښې زمه واری لا کومې وسله والې ډلې نه ده قبوله کړی.

بل پلو د بنو د پولیسو په وینا، په بنو ټاون شپ سیمه کې د ډسمبر پر ۲۸مه سهار مهال د پولیسو او وسله والو ترمنځ ډزو کې یو پولیس سرتیرې ژوبل شوی او دوه وسله وال وژل شوي دي.

د بنو پولیسو کنټرول روم له خوا خبریالانو ته استول شوي بیان کې ویل شوي چې په ټاون شپ سیمه کې د پولیسو موټر سایکل ابابیل فورس په ګشت وو چې دوو وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

دوي وايي چې پولیس سرتیرې مدثر یې ژوبل کړ او بیا پولیسو دواړه برید کونکي وژلي دي.

د پولیسو په بیان کې ویل شوي چې وژل شوي وسله وال په بېلا بېلو جرمونو کې ککړ وو. د وسله والو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې او پر امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ تونده شوې ده.

د پاکستاني پوځ دریځ څه دی؟

د پاکستان پوځ یو ځل بیا په دې ملک کې د مخ په زیاتیدونکو ترهګرو بریدونو ذمه واري پر افغانستان وراچولی ده او په کابل یې غږ کړیدی چې تحریک طالبان پاکستان په قابو کې راولي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې مشر لیفټننټ جنرال احمد شریف چوهدري د دسمبر پر ۲۷مه په راولپنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د ترهګرۍ اړوند ټول شواهد په افغانستان کې د ترهګرو خوندي پټنځايونو ته غځیدلې دي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په دې اړه مذاکرات روان دي.

ده وویل، "موږ ورته هم دغه یوه خبرو کوو چې پاکستان او افغانستان ګاونډي مسلمان هیوادونه دي. او دا چې افغان عبوري حکومت دې ترهګر یا فتنه الخوارج له په پاکستان لومړیتوب نه ورکوي. او دا مذاکرات نه یوازی مخ په مخ کیږي بلکه د ملګرو هیوادونو له لارې هم روان دي."

خو د لیفټننټ جنرال احمد شریف په وینا، "پر دې سربېره د افغانستان په خاوره د فتنه الخوارج مشرتابه، او د هغوي چې کوم تربیتي مرکزونه دي په ازادۍ سره فعالیتونه کوي او هره ورځ یې زموږ د بیګناه خلکو او امنیتي کارمندانو ناحق وینه توی کړې نو ایا موږ کښېنو او بس تماشه کوو؟"

د پاکستان د پوځ ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کړیدي چې د افغانستان پر پکتیکا د پاکستان تر هوايي بریدونو وروسته د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

افغان طالبان د افغانستان خاوره د پاکستان د کارولو تور ردوي او وايي چې په پاکستان دننه د امنیت ذمه واري د پاکستان د حکومت او امنیتي ځواکونو ده.

د پاکستان او افغانستان پر امنیتي چارو نظر لرونکی او خبریال سمیع یوسفزی وايي چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یو شمیر وسله والې ډلې په پاکستان دننه ریښې او مرکزونه لري.

نوموړي زیاته کړه چې "د پاکستان پوځ په کور دننه د تحریک انصاف او سیاسي ګوندونو لخوا له نیوکو سره مخامخ دی او کیدای شي دا حالت یې ځکه رامنځ ته کړي وي چې خلکو ته ووایي چې تحریک طالبان پاکستان تاسو وژني خو موږه یې مخه نیولی ده."

د سمیع یوسفزي په وینا باید دا بحران د خبرو اترو له لارې هوار شي، ځکه چې که چیرې دا لړۍ روانه وه نو پاکستان به یو خوا د تحریک طالبان پاکستان سره په جګړه وي او بلخوا به د افغان طالبانو سره په جنجال واوړي.

د پاکستاني پوځ ویاند خبري کانفرانس ته وویل چې په ۲۰۲۴م کال کې یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د استخباراتو پر اساس خواوشا ۵۹ زره ۷ سوه او او ۷۵ عملیات ترسره کړي او ۹۲۵ وسله وال یې وژلي دي.

خو ددې باوجود د وسله والو ډلو د مخ په زیاتیدونکو فعالیتونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې جنرال احمد شریف چوهدري د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت ته په اشاره پوښتنه راوچته کړه چې په ۲۰۲۱م کال کې چې کله، د ده په وینا، "د فتنه الخوارج ملا ماته کړل شوه او دوي په زغل وه نو هغه وخت د چا په فیصله دوي د مذاکراتو له لارې بیا اباد کړل شول او دوي ته طاقت او دوام چا ورکړی وو؟"

د عمران خان په مشرۍ د هغه حکومت چارواکو که څه هم تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی کړی خو په پاکستان کې د هر ګوند د حکومت پر مهال د واک رښتونې سرچینه د پاکستان پوځ ګڼل کېږي. خو پوځ په وار وار ویلي چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG