پولیس وايي چې د سیند صوبې په ترپارکر سیمه کې په ۲۰۲۴م کال کې ۱۴۹ کسانو ځان وژنې کړې دي.
د جنورۍ پر دریمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د سیمې د پولیسو ایس ایس پي سمیر نور چنا وویل چې پلټنې یې ښيي چې ډېری کسانو د بې وزلۍ یا غربت له کبله ځان وژلي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو کسانو کې د زیاترو عمرونه له ۱۵ څخه تر ۳۰ کلونو پورې دي.
په سیمه کې د ښځو د حقونو د یوې غیر سرکاري ادارې (سیند سهاتي) مشره ډاکټر عایشه داريجو وایي چې په سیند صوبه کې د ځان وژنې یا د غیرت په نامه د وژنو شمېر ډېر زیات دی.
نوموړې زیاته کړه چې دا یوازې هغه پېښې دي چې پولیسو ته یې راپور ورکړل شوی دی. د هغې په وینا، د سیمې ښځې ډېر سخت ژوند تیروي او د خپلو حقونو څخه بې برخې دي.
"ځان وژنې شرح هم زیاته شوې او د غیرت په نوم وژنې هم روانې دي. په ترپارکر کې د خلکو بې وزلي په خپله ځای، خو هلته ښځو او نجونو ته هیڅ حقونه حاصل نه دي.
هغوی په خپله خوښه واده نشي کولی، د زده کړو او روغتیا اسانتیاوې ورته نشته. ډېری خلک د غیرت په نوم یا د قبایلي شخړو له امله وژل کېږي، چې بیا د ځان وژنې په توګه یادېږي. ځکه چې دلته قبایلي نظام ډېر زیات مضبوط دی."
ترپارکر د سیند هغه سیمه ده چې زیاتره په کې هندوان ژوند کوي. هغوی ګیله کوي چې انجونې یې تښتول کېږي، په زور پرې مذهب پرېښودل کېږي، او بیا ورسره ودونه کېږي.
د پولیسو ترمخه په دې سیمه کې په تېرو پنځو کلونو کې ۶۲۰ هغو کسانو ځان وژنې کړې دي، چې عمرونه یې له ۱۵ څخه تر ۳۰ کلونو پورې دي.
په کراچۍ کې د وفاقي اردو پوهنتون د نفسياتي علومو د څانګې پروفېسر ډاکټر شاهد اقبال خان بیا وايي، ځان وژنې ډېر علتونه لري خو لویه وجه یې ذهني فشار او ډپریشن دی.
ډاکټر شاهد اقبال خان په وینا چې ځان وژنه یوه جدي ټولنیزه ستونزه ده، لکه ژور خپګان (ډپریشن)، اضطراب یا اندېښنه، د نفسي ناروغیو (سایکوټیک ډیسارډرز) موجودیت، غربت او بې وزلي، کورنۍ شخړې یا تاوتریخوالی، یوازیتوب، د روزګار ستونزې یا بېکاري او د نشه یي موادو استعمال د ځان وژنې سبب ګرځي.
ډاکټر شاهد اقبال وايي چې د ځان وژنې د مخنیوي لپاره ټولنیزې، تعلیمي، او روغتیایي هڅې ضروري دي. باید چې د ذهني روغتیا لپاره د عامه پوهاوي زیات شي، د خلکو لپاره د مشورې او ښه درملنې خدمتونه وړاندې کړل شي، په ښوونځیو، کالجونو، او ټولنو کې د ذهني روغتیا اړوند سیمینارونه او غونډې ترسره شي.
د سیند د ذهني روغتیا ادارې مشر سنیټر کریم احمد خواجه بیا د جنورۍ درېمه نېټه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په ترپارکر کې د ځان وژنې پېښو د مخنیوي لپاره دوی هڅې پیل کړي دي.
هلته پلټنې کوي، او دوی د سیند حکومت په مرسته داسې پروژې پیل کړي دي چې ترپارکر کې د خلکو ذهني روغتیا ته پاملرنه وشي، پوهاوی ورکړي، د غربت راکمولو او د نورو ټولنیزو ستونزو حل لپاره هم ګامونه واخلي.