د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسحاق ډار: د پاکستان امنیتي وضعیت د وسلوالو د ورستنېدو له امله خراب شوی


د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پخوانی انځور.
د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پخوانی انځور.

د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ادعا کړې ده چې په هغه هېواد کې امنیتي حالات ځکه خراب شوي دي چې له ۳۵،۰۰۰ څخه تر ۴۰،۰۰۰ پورې وسلوال له افغانستانه بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي.

اسحاق ډار د جنورۍ پر دویمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پاکستان مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د دوی حکومت تر ۲۰۱۸ز کاله د ترهګرۍ مخه نیولې وه.

د ده په وینا، ټول وسلوال یا وژل شوي او یا هم له پاکستان تښتېدلي ول.

خو نوموړي د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) تېر شوي حکومت ته په اشاره وویل "هغوی دې ترهګرو ته لاره ورکړې وه چې بیرته دلته راشي او اباد شي."

اسحاق ډار زیاته کړه چې د هغه حکومت پر مهال تر ۱۰۰ زیات سختدریځي مجرمان خوشي کول یو غلطه پرېکړه وه.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان پخواني حکومت د ۲۰۲۱ز کال په وروستيو کې د هغه مهال د پوځ له مشر سره په سلا د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) له ځينو مشرانو سره په کابل کې خبرې کړې وې چې مينځګړتوب یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کړی وو.

په څو پړاوونو کې شویو هغو مذاکراتو کې د پاکستان ځينو سیاسي او قبایلي مشرانو هم ګډون درلود چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۲ز کال په مې مياشت کې د پاکستان او ټي ټي پي ترمينځ اوربند وشو. خو د همغه کال په نومبر مياشت کې ټي ټي پي اعلان وکړ چې د پاکستان پوځ د دوی پر وسلوالو بریدونه کوي نو ځکه دا اوربند ختموي. تر هغه وروسته، دغې وسلوالې ډلې په خیبر پښتونخوا کې بريدونه زيات کړي دي.

پاکستاني چارواکو په بیا بیا ويلي‌ دي چې دغو مذاکراتو تحريک طالبان پاکستان او نورې وسلوالې ډلې لا قوي کړې. د خیبر پښتونخوا پولیسو منلې وه چې د هغو مذاکراتو له امله وسلوالو بیا ځان منظم کړی او پرمختللې وسلې یې لاس ته راوړي نو ځکه یې بریدونه زيات کړي دي.

XS
SM
MD
LG