ترمپ دا ناڅاپي وړاندیز په واشنګټن کې له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره د ګډې خبري غونډې پر مهال وکړ او و یې ویل چې دا "سخت ضروري" اقدام دی ځکه چې د فلسطینیانو او اسراییلیانو ترمینځ له لسیزو راهیسې د روانې شخړې ختمولو لپاره نورو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.
ګڼو خبري اژانسونو د جنورۍ پر ۳۰مه د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي چې تر دې دمه د شاوخوا ۲۰ کسانو مړي له پوټامېک سيند څخه راايستل شوي دي او د نورو لټون لا هم روان دی.
احمد الشرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده او یو وخت له القاعده ډلې سره وو، له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې د سوريې مشري کوله.
کریم خان د جنورۍ پر ۲۳مه په یو بیان کې وویل چې معقول دلایل شته چې د طالبانو هغه دوه مشران "د جنسیت پر اساس د بشریت ضد جنایتونو جرمي مسوولیت" په غاړه لري.
نور وښیئ