د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادې اروپا خبریال اندرې کوزنېچېک بېلاروس کې تر ۳ کلن بند تېرولو وروسته خوشې شوی


د ازادې اروپا راډیو خبریال اندرې کوزنېچېک له ۲۰۲۱ز کال راهیسې بندي وو - پخوانی انځور.
د ازادې اروپا راډیو خبریال اندرې کوزنېچېک له ۲۰۲۱ز کال راهیسې بندي وو - پخوانی انځور.

بېلاروس درې بندیان خوشې کړي دي چې پکې د ازادې اروپا راډيو یو خبریال هم شامل دی.

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرولین لیوېټ د فبرورۍ پر ۱۲مه په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې یو امریکايي او دوه بېلاروسي وګړي خوشې شوي دي.

د ازادې اروپا راډیو مشر سټیفن کېپس د فبرورۍ پر ۱۲مه په یو بیان کې ویلي دي چې خبریال یې اندرې کوزنېچېک په لېتوانیا کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

نوموړي په خپل بیان کې د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ مننه کړې چې هغه کورنۍ یې سره یو ځای کړه.

کېپس په دې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د لېتوانیا د حکومت هڅې هم وستایلې.

د ازادې اروپا راډیو د بېلاروسۍ څانګې خبریال اندرې کوزنېچېک د ۲۰۲۱ز کال د نومبر پر ۲۵مه نیول شوی وو او ورته د ګډوډۍ خپرولو په سر د ۱۰ ورځو بند اورول شوی وو. خو د قید مودې پر پوره کولو سربېره هم خوشې نه شو او د یو سختدریځې ډلې د جوړولو په تور بیا بندي شو. البته بېلاروسیو چارواکو تر څو میاشتو پورې د کوزنېچېک خپلوان او همکاران د هغه له تورنېدو خبر نه کړل.

د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اتمه د هېواد په ختیځ کې د ماهېلیو سیمه ییز عدالت تر یو ورځنۍ اورېدنې وروسته کوزنېچېک مجرم وباله او ورته یې د شپږو کلونو د بند سزا واوروله.

په بېلاروس کې د بشري حقونو ډلو کوزنېچېک رسماً د یو سیاسي بندي په توګه پېژندلی وو او د هغه مقدمه په هغه هېواد کې د ازادې اروپا راډیو د خبریالانو او خپلواکه رسنیو د ځپلو د پراخ کیمپېن برخه بلل کېږي.

مشال راډیو هم د ازادې اروپا راډيو برخه ده او مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.

له کوزنېچېک پرته د ازادې اروپا راډیو د بېلاروسۍ څانګې خبریال اېهار لوسېک هم د ۲۰۲۰ز کال له جون راهیسې بندي دی او عدالت ورته د عامه نظم ګډوډولو او په بلوو کې د برخې اخیستو تیاریو په تورونو د ۱۵ کلونو د بند سزا اورولې وه. خو نوموړي او کورنۍ یې دا تورونه رد کړي او ناسم بللي دي.

د ازادې اروپا راډیو مشر سټیفن کېپس د فبرورۍ پر ۱۲مه په بیان کې زیاته کړې چې "هیله من دی" چې اېهار لوسېک هم خوشې شي او په دې برخه کې یې هم هیلې "د ټرمپ له ادارې" سره تړلې دي.

XS
SM
MD
LG