د اغا خان پرمختيايي شبکې بنسټګر او مشر او د اسماعیلي شيعه مسلمانانو روحاني لارښود شهزاده کريم الحسيني اغا خان څلورم په ۸۸ کلنۍ کې ومړ.
اغا خان پرمختيايي شبکې د فبرورۍ پر څلورمه ناوخته پر خپله ووبپاڼه او ټولنيزو شبکو د شهزاده اغا خان د مړينې خبر خپور کړی او ويلي يې دي چې هغه د اروپايي هېواد پرتګال په پلازمېنه لېزبن کې ومړ.
هغې شبکې زياته کړې چې د نوموړي ځایناستی به وروسته اعلان شي. اغا خان پرمختيايي شبکې پر مخ ليکلي چې د هغه تر مړينې وروسته به هم د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د "مذهبي تړاو او اصل" له توپير پرته د هغوی خيريه کارونه دوام مومي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش په ګډون د نړۍ ګڼو مشرانو د شهزاده کريم اغا خان پر مړينه خواشيني څرګنده کړې او د تعليم او روغتيا په ګډون يې د ژوند په بېلا بېلو څانګو کې د بېوزله کسانو لپاره د هغه د خير ښېګړي کارونه ستايلي دي.
شهزاده کريم اغا خان الحسيني څوک وو؟
شهزاده کريم اغا خان د ۱۹۳۶ز کال د ډېسېمبر پر ۱۳مه د سوېټزرلينډ په جېنیوا ښار کې زېږېدلی وو. د هغه نيکه سلطان محمد اغا خان درېيم له دود برعکس د خپل زوی شهزاده علي خان پر ځای خپل لمسی شهزاده کريم خپل ځايناستی ټاکلی وو.
په ۱۹۵۷ز کال کې د سلطان محمد اغا خان تر مړينې وروسته شهزاده کريم په ۲۰ کلنۍ کې د اسماعيليانو د ۴۹م روحاني مشرتابه مسووليت پر غاړه واخيست او د اغا خان څلورم په نوم ونومول شو.
د شيعه مسلمانانو اسماعیلي فرقه شاوخوا ۱۵ مېليونه منونکي لري چې يو شمېر يې په پاکستان او افغانستان کې هم دي.
شهزاده کريم د اغا خان پرمختيايي شبکې بنسټګر او مشر هم وو او د افغانستان او پاکستان په ګډون يې د نړۍ په شاوخوا ۳۵ هېوادونو کې د مېلیونونه ډالرو په لګښت ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او کورونه جوړ کړي دي.
هغه شبکه د پرمختيايي او رغنيزو چارو لپاره شاوخوا یو مېلیارد (ارب) ډالره کلنۍ بودیجه لري.
د شبکې تر چتر لاندې اغا خان بنسټ، د اغا خان روغتيايي خدمات، د اغا خان د پلان او جوړونې خدمات، د اغا خان اقتصادي خدمات او د خرد مالي خدماتو اداره شامله ده چې د ټولو څارنه شهزاده کريم اغا خان خپله کوله.
د نړۍ ۲۰ هېوادونو هغه په بېلا بېلو اعزازونو او جايزو نازولی وو. بلخوا د نړۍ ۱۹ نوموتو پوهنتونونو شهزاده کريم اغا خان ته د دوکتورا اعزازي سند هم ورکړی وو.