د جرمونو د نړیوال عدالت څارنوال ویلي دي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم دې صادر شي.
کریم خان د جنورۍ پر ۲۳مه په یو بیان کې وویل چې معقول دلایل شته چې د طالبانو هغه دوه مشران "د جنسیت پر اساس د بشریت ضد جنایتونو جرمي مسوولیت" په غاړه لري.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د خان دفتر په بیان کې ویلي دي چې د غونډو کړیو شواهدو پر اساس، داسې معقول دلایل شته، چې اخوندزاده او حقاني د بشریت پر وړاندې د جنایت او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې مسوولان وبلل شي.
کریم خان ویلي دي چې هغه ځورونې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې روانې دي.
خان وايي، د اخوندزاده او حقاني د نیولو د امر صادرولو لپاره یې د نېدرلینډز (هالینډ) په هېګ کې د جرمونو نړیوال عدالت ته غوښتنلیکونه ورکړي دي.
حقاني له ۲۰۲۱ز کال راهیسې د طالبانو د حکومت د سترې محکمې رییس دی.
د طالبانو سترې محکمې په تېرو کلونو کې خلکو ته په عام محضر کې د قصاص، په دورو وهلو او د سنګسار سزاګانې اورولې او عملي کړې دي. د ملګرو ملتونو پوهانو د ۲۰۲۳ز کال په مې کې ویلي ول چې هغه سزاګانې غیرانساني، ظالمانه او د نړیوالو قوانینو خلاف دي.
د طالبانو حکومت لا د کریم خان د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
رویټرز اژانس وايي، د جنایتونو نړیوال عدالت څارنوالانو تازه تحقیقات د هغو اوږدمهاله پلټنو برخه دي چې له قانوني او عملي ځنډونو سره مخامخ شوې دي.
اژانس وايي، په دې لړ کې لومړۍ پلټنې په ۲۰۰۷ز کې پیل شوې وې او یوازې په ۲۰۲۲ز کال کې یې بشپړو تحقیقاتو ته وده وکړه.
طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه وخت راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې وپارول. طالبانو د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر په پیل کې په طبي انسټېټیوټونو کې هم د نجونو پر زده کړو بنديز ولګاوه.
د بشري او ښځو حقونو نړیوالې ادارې او فعالان وخت په وخت پر طالبانو انتقاد کوي، او د طالبانو دا ډول اقدامات "جنستیتي توپيرپالنه" او "اپارتاید" بولي.
خو طالبان وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي.
د طالبانو حکومت البته دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې درو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی او کله به نجونه زده کړو ته اجازه او لاسرسی ولري.