د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمد الشرع د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر ټاکل شوی دی


د سوريې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع ـ انځور له ارشيفه
د سوريې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع ـ انځور له ارشيفه

د سوریې (شام) د پخوانۍ یاغي ډلې، "هيئة تحرير الشام" مشر، چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد رژیم یې نسکور کړ، د دغه هېواد د موقت ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د جنورۍ پر ۲۹مه د یاغي ډلو تر غونډې وروسته پرېکړه وشوه، چې احمد الشرع دې د سوریې د لنډمهاله حکومت چارې مخته یوسي.

احمد الشرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده او یو وخت له القاعده ډلې سره وو، له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې د سوريې مشري کوله.

د سوریې د سانا خبري اژانس د راپور له مخې، د انتقالي حکومت د مشر په توګه د الشرع د ټاکلو اعلان د جنورۍ پر ۲۹مه د سوریې د پوځي عملیاتو د برخې ویاند، کرنل حسن عبدالغني، وکړ.

عبدالغني د سوریې د اساسي قانون د لغوه کولو اعلان هم وکړ. دا قانون په ۲۰۱۲ز کال کې د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال تصویب شوی وو. کرنل عبدالغني وویل، چې الشرع به د نوي اساسي قانون تر تصویبېدو د لنډمهاله مقننه شورا د جوړولو واک ولري.

د سوریې د پوځ ویاند په خپل هېواد کې د وسلوالو ډلو د منحل کېدو اعلان هم وکړ او ویې ویل چې دا کسان به په دولتي ادارو کې جذب شي.

هيئة تحرير الشام یوه پخوانۍ یاغي ډله ده چې په ډېسېمبر مياشت کې يې د بشارالاسد رژيم نسکور کړ او یو لنډمهاله حکومت یې جوړ کړ. د دې حکومت مشران هغه پخواني یاغیان دي چې د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال یې د سوریې د ادلب ولایت چارې مخته بېولې.

امريکا مخکې د الشرع پر سر ۱۰ مېلیونه ډالر انعام ټاکلی وو، خو په ډېسېمبر کې یې دا انعام تر هغه وروسته لغوه کړ، چې د امریکا یوه پلاوي دمشق ته سفر وکړ او له الشرع سره یې ولیدل.

الشرع د سوريې د نوي متحدې ملي اردو او امنیتي ځواکونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس څرګندوي چې داسې پوښتنې پیدا شوي، چې څرنګه ممکنه ده، پخوانۍ یاغي ډلې د سوريې په لنډمهاله اداره کې سره یوځای کار وکړي، ځکه چې دا ډلې بېلابېل مشران او بېلابېلې ایډیالوژۍ لري.

د همدې اژانس د راپور له مخې، یوه پېچلې پوښتنه دا ده چې له کردانو سره به نوې اداره څرنګه چلند کوي؟ واشنګټن د سوریې د کورنۍ جګړې په لومړیو کې د کردانو ملاتړ کاوه. دا ډله، چې یوه سیمه یې تر بشپړ واک لاندې ده، له نورو یاغي ډلو سره نېږدې نه ده پاتې شوې.

د کردانو مشران د جنورۍ ۲۹مې په غونډه کې حاضر نه ول او تر اوسه د دې ډلې له خوا د نوي انتقالي حکومت لپاره د الشرع د ولسمشرۍ په اړه تبصره نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG