د سوات ۱۵ کلن امجد علي هغه وخت خپل کور پریښودلو ته مجبور شو چې مور پلار یې دړکه ورکړه چې طالبانو ته به یې وسپاري. طالب، چې په سوات کی يی نن هم ددهشت نښې څرګندې دي، له خپله کوره د امجد علی د تېښتې سبب وګرځیده.
د امجد علي کړه وړه او ناسته پاسته په پیدایشي توګه د چم ګاونډ له هلکانو جدا وه او په رواياتو کې ښکېل مور پلار یی همدا د کورنۍ لپاره بدنامي ګڼله.
که څه هم امجد علي د خپل ژوند بچ کولو په هيله له سواته تېښته وکړه خو د ټولنې د رواياتو په لومه کې نن هم راګېر دی.
امجد علي نن د چاهت په نوم پیژندل کيږي او ژوند يې د رڼاګانو او خنداګانو ډک دی خو د دې رڼا او خندا ترشا د تيارو، غم او وېرې ترهې اوږد سېوري پروت دي.
د چاهت کيسه د يوې ځانګړې طبقې پر ضد د کورني ، حکومتي او ټولنيز جبر داستان دی چې اوله برخه يی دلته ليدلی شئ.
د خپلو کورنيو، حکومت او ټولنې ناسم چلن نرښځيان ګورو ته نزدې کړي چې د دوی په وینا هم يې مور ده او هم يې پلار. دوی له ټولنې ګوښه وي خو په خپلو کې غم ښادي، ګټه تاوان او توده سړه په ارته سينه شريکوي.
چاهت وايي د ټولنی ځینو غړيو او ارګانونو په هڅه حکومت اوس د دوی يو شمیر ستونزې لکه پاسپورټ، شناختي کارډ او ډرائيونګ لائسنس اخستل حل کړی، خو ډیر ګامونه اخیستل لا پاتی دي، لکه په ملک کې د نرښځيانو کره شمیر معلومول، په ملازمتونو کې برخه، د علاج او تعليم اسانتياوې او د دوي پر ضد د جرمونو په مخنيوي کې د پوليسو مرسته . د نرښځيانو د ټولنيز ژوند حال د دستاويزي فلم په دې دوهمه برخه کې وګورئ.
که څه هم نرښځيان د ژوند په هره برخه کې د ټولنې د امتيازي چلند سره مخ دي خو د دوی په اند تر ټولو لويه ستونزه يې د امنيت ده.
د نرښځيانو د حقونو لپاره کارکونکیو تنظيمونو په وینا له ۲۰۱۵ را په دېخوا يوازې په خېبر پښتونخوا کې ۵۳ نرښځيان وژل شوي ، نورو ته دړکې ورکړل شوي، وهل شوي ټکول شوي او يو شمېر نورو یې بيا په دې سبب له خپلو سيمو خوندي ځايونو ته کډې کړي دي.
پوليس ولې د نرښځيانو پر ضد د جرمونو مخنيوي کې ناکامه دي؟ ټولنه ولې له دوی سره بد چلند کوي؟ ددې هرڅه تر شا روايات دي که مذهبي حکمونه؟ ددې پوښتنو جواب د ډاکومینټرۍ په دې دريمه او اخيري برخه کې وګورئ.