د اسماعیلي شیعه مسلمانانو د امامت دفتر وايي چې پخوانی امام کریم الحسیني اغا خان (څلورم) د مصر په اسوان کې خاورو ته سپارل شوی دی.
د اسماعیلي فرقې پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د هغوی نوی امام شهزاده رحیم الحسیني اغا خان (پینځم)، د هغه د کورنۍ غړي او د فرقې لوړپوړي مشران د فبرورۍ پر نهمه په جنازه او د جسد خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې شامل ول.
په بیان کې راغلي دي چې "مصر په ۱۰مه او ۱۱مه زېږیزو پېړیو کې د فاطمي خلافت مرکز وو چې مشري یې اسماعیلي امامانو کوله" او هم هغوی "د قاهرې ښار بنسټ ایښی" وو.
د اغا خان پرمختيايي شبکې بنسټګر مشر او د اسماعیلي شيعه مسلمانانو روحاني لارښود شهزاده کريم الحسيني اغا خان (څلورم) د فبرورۍ پر څلورمه د پرتګال په پلازمېنه لېزبن کې په ۸۸ کلنۍ کې ومړ. هغه د اسماعیلیانو ۴۹م امام وو.
تر دې یوه ورځ وروسته په یوه دیني غونډه کې د نوموړي وصیت واورول شو چې له مخې یې هغه خپل مشر زوی شهزاده رحیم الحسیني اغا خان (پینځم) د اسماعیلي شیعه مسلمانانو ۵۰م امام ټاکلی دی.
اسماعیلیه دیني فرقه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۵ مېلیونه مننونکي لري چې په افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ایران، هند، او د افریقا په ځینو برخو کې مېشت دي.
اغا خان شبکې د افغانستان او پاکستان په ګډونې د نړۍ په شاوخوا ۳۵ هېوادونو کې د مېلیونونه ډالرو په لګښت ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او کورونه جوړ کړي دي.
هغه شبکه د پرمختيايي او رغنيزو چارو لپاره شاوخوا یو مېلیارد (ارب) ډالره کلنۍ بودیجه لري.