د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له غزې څخه د فلسطینیانو د وتلو او د سیمې ملکیت امریکا ته د سپارلو وړاندیز کړی دی


امریکايي ولسمشر ټرمپ (ښي لوري ته) له اسراییلي وزیراعظم نتنیاهو سره ګډې خبري غونډې ته وینا کوي - د فبرورۍ څلورمې انځور.
امریکايي ولسمشر ټرمپ (ښي لوري ته) له اسراییلي وزیراعظم نتنیاهو سره ګډې خبري غونډې ته وینا کوي - د فبرورۍ څلورمې انځور.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو وړاندیز کړی دی چې له مخې به یې بې ځایه شوي فلسطینیان له غزې تړانګې وځي او دا کار به امریکا ته د هغې ساحلي سیمې ملکیت ترلاسه کېدو او هلته د اقتصادي پرمختیا لپاره د یو "مثالي" ځای جوړولو ته لاره هواره کړي.

ټرمپ د فبرورۍ پر څلورمه وویل چې له دې سره به په سیمه کې د بېلابېلو قومیتونو وګړو ته په سوله ییز چاپېریال کې د اوسېدو زمینه برابره شي.

ترمپ دا ناڅاپي وړاندیز په واشنګټن کې له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره د ګډې خبري غونډې پر مهال وکړ او و یې ویل چې دا "سخت ضروري" اقدام دی ځکه چې د فلسطینیانو او اسراییلیانو ترمینځ له لسیزو راهیسې د روانې شخړې ختمولو لپاره نورو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

نوموړي دا هم ویلي چې امریکا به په غزه کې ټول ناچاودلي بمونه او وسلې بېکاره کړي او بیا به د ویجاړو ودانیو تر لیرې کولو وروسته هلته اقتصادي پرمختیايي چارې پر مخ یوسي.

ولسمشر ټرمپ په دې اړه جزییات ور نه کړل چې فلسطینیان به چېرې ابادوي خو زیاته یې کړه چې په نورو هېوادونو کې به یې د دایمي اوسېدو په برخه کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ټینګار کړی دی چې په غزې کې به پاتې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۹مه د اسراییلو او حماس ترمینځ په غزه کې اوربند عملي شو. له هغه وخت راهیسې اووه اسراييلي يرغمليان او له ۲۰۰ زيات فلسطیني بنديان خوشې شوي دي.

حماس ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې له ۱۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا شاوخوا ۴۷،۰۰۰ فلسطينيان پکې ووژل شول، سلګونه زره کسان بې کوره شول او ګڼې سیمې ويجاړې شوې.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

XS
SM
MD
LG