فلسطینۍ وسلوالې ډلې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنې ترهګره ګرځولې، ویلي چې پر بې باورۍ او اختلافاتو سربېره د غزې د اوربند د ماتېدو مخه نیول کېدای شي.
رویټرز اژانس وايي چې حماس د فبرورۍ پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې د اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د "ګواښونو او ډارولو ژبه" ردوي خو نه غواړي چې د اوربند موافقه ختمه شي.
نتنیاهو او ټرمپ دواړو ویلي دي چې که یرغملیان خوشې نه شي نو اوربند به لغوه شي.
حماس په بیان کې زیاته کړې چې له مهالوېش سره سم د "د بندیانو د تبادلې په ګډون د لاسلیک شوي تړون پلي کولو ته خپله ژمنه بیا تاییدوي."
دا تر هغې وروسته دا چې اسراییلو او حماس دواړو پر یو بل د موافقې د سرغړونو تور پورې کړ چې له وجې یې اوربند د روانې اونۍ په پای کې د ماتېدو له خطر سره مخامخ شوی دی.
اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د فبرورۍ پر ۱۱مه وویل چې که د فبرورۍ پر ۱۵مه له پلان سره سم د یرغمل کسان خوشې نه شي، نو د غزې "اوربند به پای ته ورسي، او اسراییلي دفاعي ځواکونه به سختې جګړې ته ورستانه شي او د حماس تر بشپړې ماتې پورې به جنګېږي."
تر دې دمه د تړون په وروستي پراو کې حماس له ټاکل شويو ۳۳ یرغمل شویو کسانو څخه ۱۶ او اسراییلو د نېږدې ۲،۰۰۰ کسانو له نوملړه ۶۵۶ فلسطیني بندیان خوشې کړي دي.
د دواړو غاړو ترمینځ ښاييد بندیانو د تبادلې لړۍ تر هغې وروسته ګډوډه شي چې حماس اسراییل د تړون په سرغړونه تورن کړ او زیاته یې کړه چې د فبرورۍ پر ۱۵مه به د یرغمل شویو کسانو خوشې کول "تر بلې خبرتیا پورې" وځنډوي.
حماس د فبرورۍ پر ۱۰ مه ګواښ وکړ چې د اسراييلي يرغمليانو د خوشې کولو سلسله به ځکه ودروي چې په وينا یې، اسراييلو د غزې په مختلفو برخو کې د فلسطینیانو له په نخښه کولو سره د اوربند سرغړونه کړې، د سختو بمباریو ښکار شمال ته یې د بې ځایه شویو خلکو ستنیدل ځنډولي، او اجازه نه ورکوي چې غزې ته موافقه شوې بشري مرستې ورسي.
په همدې حال کې د حماس د غزې مشر خلیل الحیه د مصر له امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره د قاهرې په سفر دی. هغه هم ویلي دي چې د مصر او قطر په مینځګړتوب د "خنډونو او تشو" لیرې کولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.
د حماس او اسراییلو ترمینځ د مصر، قطر او امریکا په مینځګړتوب شوی اوربند د جنورۍ پر ۱۹مه پیل شو او په دې توګه د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې روانه جګړه ودرېده.