امريکايي چارواکو ويلي دي چې په هوا کې د يو پوځي هېليکاپټر او مساپر وړونکې الوتکې ترمينځ د ټکر په نتيجه کې ټول ۶۷ کسان وژل شوي دي.
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۳۰مه په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په الوتکه او هېليکاپټر کې هېڅوک ژوندي نه دي پاتې.
بلخوا په واشنګټن ډي سي کې د اور وژنې د ادارې مشر جان ډونلي هم وويل چې "موږ اوس په دې پړاو کې یو چې د ژغورنې عملیات د مړو د راایستلو عملیاتو ته اړوو."
د چارواکو په وينا، په مساپر وړونکې الوتکه کې د عملې د څلورو کسانو په ګډون ۶۴ او په هېليکاپټر کې درې کسان سپاره ول چې تر ټکر وروسته پوټامېک سيند ته لوېدلي دي.
چارواکي زياتوي چې د سيند له يخو اوبو څخه يې تراوسه د ۲۸ کسانو مړي راايستلي او د نورو لټون روان دی.
بلخوا د امريکا د ملي ټرانسپورټ د ژغورنې ادارې ويلي دي چې د پېښې د لامل په اړه يې پلټنې پيل کړي او لومړنی راپور يې ښايي يوه مياشت وروسته بشپړ شي، خو حتمي راپور يې له يو کال څخه تر دوو کلونو پورې وخت نيولای شي.
د امریکا د هوايي شرکت مشر روبرټ ایسم په دې پېښه کې له وژل شویو سره غمرازي ښودلې او ویلي یې دي چې د دوی زیاته پاملرنه د وژل شویو خپلوانو ته ده.
دا له هغه وروسته ده چې د امريکا د هوايي چلند مرکزي ادارې ويلي چې د ټکر پېښه د جنورۍ پر ۲۹مه پر ځايي وخت ماخوستن څه کم نهه بجې د واشنګټن ډي سي په رونالډ رېګن هوايي ډګر کې مخې ته راغلې ده.
ادارې زياته کړې ده چې دا ټکر د هوايي ډګر د پاسه په هوا کې د بلېک هاک هېليکاپټر او د یوې وړې جیټ مساپر وړونکې الوتکې ترمينځ شوی دی.
تر هغې پېښې وروسته د واشنګټن ډي سي د اور وژنې ادارې ويلي ول چې تر ټکر وروسته الوتکه پوټامېک سیند ته لوېدلې ده.
ياد شرکت زياته کړې ده چې هغوی به د پېښې نور معلومات تر لاس ته راوړلو وروسته شريک کړي.