د امريکا په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د يوې مساپر وړونکې الوتکې او پوځي هېليکاپټر ترمينځ تر ټکر وروسته په پوټامېک سيند کې د مړو لټون روان دی.
د امريکا د هوايي چلند مرکزي ادارې ويلي چې د ټکر پېښه د جنورۍ پر ۲۹مه پر ځايي وخت ماخوستن څه کم نهه بجې د واشنګټن ډي سي په رونالډ رېګن هوايي ډګر کې مخې ته راغلې ده.
ادارې زياته کړې ده چې دا ټکر د هوايي ډګر د پاسه په هوا کې د بلېک هاک هېليکاپټر او د یوې وړې جیټ مساپر وړونکې الوتکې ترمينځ شوی دی.
تر هغې پېښې وروسته د واشنګټن ډي سي د اور وژنې ادارې ويلي ول چې تر ټکر وروسته الوتکه پوټامېک سیند ته لوېدلې ده.
ګڼو خبري اژانسونو د جنورۍ پر ۳۰مه د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي چې تر دې دمه د ۳۰ کسانو مړي له پوټامېک سيند څخه راايستل شوي دي او د نورو لټون لا هم روان دی.
د سپینې ماڼۍ يوې وياندې کېرولین لېوېټ وايي، ولسمشر ډانلډ ټرمپ له پېښې خبر کړل شوی دی.
د امريکا هوايي شرکت د جنورۍ پر ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې په مساپر وړونکې الوتکه کې ۶۰ سپرلۍ او څلور د عملې کسان سپاره ول. همدارنګه په هېليکاپټر کې د درو امریکايي سرتېرو د موجودګۍ خبر ورکړل شوی دی.
ياد شرکت زياته کړې ده چې هغوی به د پېښې نور معلومات تر لاس ته راوړلو وروسته شريک کړي.