په پاکستان کې د کورونا وبا د دريمې څپې د خپرېدو وروسته په دې هېواد کې د وايرس د مخنيوي لپاره يو شمېر اقدامات شوي دي. پنجاب او خيبر پښتونخوا هغه صوبې دي چې پکې د وايرس د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي. د مارچ پر ۳۰ مه نېټه د خيبرپښتونخوا د وزيراعلی مشرۍ کې شوې غونډه کې د وايرس د خپرېدو د مخنيوي په لړ کې له نورو صوبو سره د شنبې او يکشنبې پر ورځو د سوارلۍ ګاډو پر تګ راتګ بندېز لګول شوی دی. د دې ترڅنګ په ودونو هم پابندي لګول شوې او حکومت وار له مخه د مارچ پر ۱۶مه تعليمي ادارې بندې کړې. پوښتنه دا ده چې حکومت به دغه بنديزونه سل په سله عملي کړای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۳ اپرېل هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۳۱ مارچ ۲۰۲۱
په قبايلي ضلعو په تېره بيا په شمالي وزيرستان کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او نږدې هر ځل د دغسې پېښو پرضد ځايي خلک پرلت وهي يا مظاهره کوي. د دې تازه مثال د بنو په جانېخيلو کې د څلورو ځوانانو د وژل کېدو پرضد د ځايی خلکو پرلت دی. خو پر ټولنيزو رسنيو د قبايلي سيمو فعالين دا شکايت کوي چې د دوی په سيمو کې رامنځ ته کېدونکيو پېښو ته د پاکستان ميډیا په خپرونو کې پراخ ځای نه ورکوي. د دې لاملونه څه دي؟ د مشال تر رڼا لاندې کې هم دا موضوع څېړل شوې ده.