د مارچ پر ۱۶ مه د پاکستان اپوزیشن اتحاد "پاکستان ډېموکرېټک موومنټ" له هغه وروسته له بحران سره مخامخ شو کله چې د اتحاد مشر مولانا فضل الرحمان تر غونډې وروسته د حکومت پر ضد اعلان شوی لانګ مارچ وځنډاوه. پي ډي اېم د مارچ پر ۲۶مه د هېواد له مختلفو برخو د اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ اعلان کړی وو، خو مولانا فضل الرحمان خبرې غونډې ته وويل چې په غونډه کې پيپلز پارټۍ له استعفاګانو ورکولو انکار وکړ او خواست يې وکړ چې وخت دې ورکړل شي چې پر دې خبره په خپله مرکزي کمېټۍ کې بحث وکړي. له دې وروسته پر ټولنيزو رسنيو دا بحث پيل شو چې پيپلز پارټۍ له اسټېبلشمنټ سره معامله کړې ده. له پروني پرمختګ وروسته ځینې کارپوهان وايي چې پي ډي اېم اتحاد نور ختم شوی دی. "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې پر دا او نورې پوښتنو بحث شوی دی.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۱۸ مارچ هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۱۷ مارچ ۲۰۲۱
د افغان سولې بهير د ګړندي کولو لپاره يو ځل بیا هلې ځلې پيل شوې دي. د سولې بهير لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمي خليزاد د کابل او اسلام اباد سفرونه کړي دي. په عین حال کې د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن له خوا ولسمشر اشرف غني ته لیږل شوی ليک افشا شوی چې له کبله يې د سولې عمل په اړه تاوده بحثونه راپارېدلي دي. د مشال تر رڼا لاندې کې د دې موضوع بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي.