د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د افغانستان شهریت کارډ لرونکو افغان کډوالو څخه غوښتي چې د مارچ میاشتې ترپایه له دې هیواده ووځي.
دې وزارت د مارچ پر اوومه خپره کړې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې که چیرته دا کډوال په خوښه ونه ووځي د اپریل میاشتې له پیله به يې په زور ایستل پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر شپږمه د پلازمینې اسلام اباد په ګډون په یو شمیر ښارونو ۱۹۰ افغان کډوال نیول شوي وو.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د هغو افغان کډوالو نیول او ځورول پیل کړي چې د دوی په ټکو په دې هېواد کې د پاتي کیدو قانوني اسناد نه لري.
خو په پاکستان کې میشت افغان کډوال وايي، د قانوني اسنادو پر درلودو سربیره د پولیسو له خوا نیول کېږي او ځورول کیږي.
په پېښور کې د افغان کډوالو د شورا غړی سيد اغا وايي، " کډوال خو نه طالبان دي او نه بل څه، پخوا راغلي دي او دلته یې پناه اخیستې ده او خپله روزي ګټي."
نوموړي وویل چې ۴۵ کاله یې په پېښور کې تېر کړي دي نو په یوه میاشت کې وتل به ورته ډېر ګران وي.
په پاکستان او په ځانګړې توګه سیند صوبه کې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکې او د افغان کډوالو وکیلې منیزې کاکړې پر فېسبوک په یو لیکنه کې ویلي چې پاکستاني چارواکي اسناد لرونکي افغان کډوال هم ځوروي.
منیزې کاکړې په بیان کې زیاته کړې چې پاکستاني چارواکي په داسې کړنو له خپل قانون څخه سرغړونې کوي.
په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو يو بل مشر فضل مولا ترکی وايي، له داسې اعلانونو سره په کېمپونو کې مېشت کډوال هم له سختو اندېښنو سره مخامخ کېږي.
نوموړي وویل چې د افغانستان او پاکستان دواړو غاړو چارواکي دي پر کډوالو رحم وکړي.
نوموړي وویل، "کيمپونه دي، د خلکو کورونه دي، په بازار کې کاروبارونه دي، تعليمي ادارې دي، د دې ټولو په ۲۱ ورځو کې را غونډول څنګه ممکنه ده؟"
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې مېشتو یو شمېر افغان ښځو د مارچ پر شپږمه د هغه هېواد له حکومته غوښتي وو چې افغانستان ته دې یې نه ستنوي.
د دوی په وینا، که ستنې کړل شوې نو په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي.
په عین وخت کې په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدي د مارچ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان له حکومت سره یې د افغانانو پر برخلیک خبرو ته دوام ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان په تېرو اونیو کې څو ځلې له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر درې میلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي.
د دوی په وینا، په دې کې څه باندې يو اعشاريه درې میليونه ثبت شوي، شاوخوا ۸ لاکه افغان شهریت لرونکي کارډونه لري او یو شمېر نور ناثبت شوي کډوال دي.
په افغان کډوالو کې زیاتره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې مېشت دي خو په پنجاب، سیند او اسلام اباد کې هم اباد شوي دي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، له دې وروسته به هیڅ داسې چاته په خپل ملک کې د اوسېدو اجازه ورنکړي چې د دوی په وینا هلته د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري.