د فبرورۍ پر ۲۲مه له هغه وروسته پر ټولنيزو رسنيو تود بحث پېل شوی کله چې د اردو ژبې ويبپاڼې انډيپنډېنټ نيوز او له عوامي نېشنل ګوند سره تړاو لرونکې ورځپاڼې شهباز دا خبر خپور کړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې ملاتړې يو سياسي ګوند جوړوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مخکښان ولې ګوند جوړوي.؟ ایا که جوړ شو نو دا به پي ټی اېم ته زيان ورسوي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره څېړل شوي.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۱ مارچ هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۴ فبروري ۲۰۲۱
د مشال تر رڼا لاندي بحث کې مو د ناقانونه پيسو د څار نړيوالې ادارې (اېف اي ټي اېف) خړ لسټ کې د پاکستان د پاتې کېدو برخليک موضوع څيړلي دي. د اېف اي ټي اېف غونډه د فېبرورۍ پر ۲۲مه په پيرس کې کېږي. پاکستان هيله ښودلي چې په ۲۷ نکاتو کې يې ۲۱ عملي کړي دي. په غونډه کې به پرېکړه کېږي چې پاکستان له خړه ليسټه وباسي او که نه. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.