په پاکستان کې د مارچ پر درېيمه نېټه د قامي اسمبلۍ او د خیبرپښتونخوا، سيند او بلوچستان د صوبايي اسمبليو غړي د سېنېټ په ۳۷ چوکيو نوي سنېټران ټاکي. په پدې هېواد کې په عمومي توګه د سېنېټ انتخابات دومره اهميت نه لري خو دا ځل ټول پام د دې ټاکنو پر لور دی. لامل يې څه دی او دا به د پاکستان پر راتلونکې سياسي منظر نامه څومره بدله کړي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۹ مارچ هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۳ مارچ ۲۰۲۱
د فبرورۍ پر ۲۲مه له هغه وروسته پر ټولنيزو رسنيو تود بحث پېل شوی کله چې د اردو ژبې ويبپاڼې انډيپنډېنټ نيوز او له عوامي نېشنل ګوند سره تړاو لرونکې ورځپاڼې شهباز دا خبر خپور کړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې ملاتړې يو سياسي ګوند جوړوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مخکښان ولې ګوند جوړوي.؟ ایا که جوړ شو نو دا به پي ټی اېم ته زيان ورسوي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره څېړل شوي.