عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
له تیرا کډوال شويو ځینې کسانو د پاکستان د دفاع وزیرخواجه محمد اصف هغه څرګندونې "ناسمې" بللې چې ويلي ول چې تیراوالو د واورو له کبله سيمې پرېښودې ده. له رويټرز اژانس سره د خبرو پر مهال بې کوره شویو کسانو ویلي چې دوی د واورو نه، بلکې د ممکنه پوځي عملیاتو له امله کډو ته اړ کړل شوي دي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان پوځ ويلي چې د جنورۍ پر ۳۱مه په بلوچستان کې په شویو وسلوالو حملو کې ولسي وګړي او سرتېري وژل شوي دي. بیان دعوه کوي چې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ګڼ وسلوال هم وژل شوي دي. بلخوا رويټرز اژانس خبر ورکړی چې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې (بلوچ لیبرېشن ارمي) د حملو ذمه واري منلې ده.
په افغانستان چې چارواکي وايي چې د واورو او سختو بارانو له کبله په رامنځ ته شویو پېښو کې لږ تر لږه ۶۱ کسان وژل شوي دي. وارو او د یخنۍ تازه لړۍ له ځاني زیانونو پرته بې وزله په ځانګړې توګه هغه کسان چې ورځنۍ مزدوري کوي له زښتو ستونزه سره مخامخ کړي دي. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ راپور
د جنورۍ پر ۲۸مه روسیې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې پر یو اپارتمان د ډرون برید وکړ چې پکې د مشال راډیو د اوکراینۍ څانګې خبریال ماریان کوشنېر هم اوسېده. اوکراين او روسيه
د غزې په القدس روغتون کې ډاکټرانو تر جګړې دوه کاله وروسته د زړه عملیات کړي دي. د اسراييلو په بریدونو کې د روغتیا په ګډون ټول بنسټيز جوړښت یا اساسي ډانچه زښته اغېزمنه شوې ده. په حملو کې په زرګونه فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسلام اباد یو عدالت وکیلې ایمان زینب مزاري او د هغې مېړه هادي علي چټه ته د ۱۷ کاله بند سزا اورولې ده. دوی ته دا سزا په ټولنيزو رسنيو د "جنجالي پوسټونو" کولو په قضيه کې اورول شوې ده. دواړو ورباندې پورې شوي تورونه رد کړي دي.
نوې ويډیوګانې ښیې چې د جنورۍ پر اتمه د ایران امنیتي ځواکونه پر مظاهرچیانو مخامخ ډزې کوي، په کورونو ننوځي او خلک وهي ټکوي او نیسې یې. د بشري حقونو امریکا مېشتی سازمان هرانا وايي چې په مظاهرو کې د ۴،۵۰۰ کسانو وژل کېدل تاييد کړي او ښايي دا شمېر لا زیات شي. د مشال راډیو د خبر د مرکزي له ویډیو جوړ رپورټ.
د پاکستان د پنجاب په خانپور سيمه کې کروندګرو د خپلې ګټې وټې زیاتولو لپاره د ټيکټاک کارولو ته مخه کړې ده. خانپور د ښو مالټو، په تېره بیا د سرو مالټو لپاره ډېر مشهور دی. د یو باغوان په وینا، پر ټيکټاک تر فعالیت وروسته یې د مالټو پلور زیات شوی دی. د فرانس پرېس اژانس له ويډیو جوړ رپورټ
د کراچۍ په مرکزي تجارتي سیمه صدر کې په یوې پلازا کې د اور لګېدو په پېښه کې د ورکو کسانو خپلوان لاهم د خپلو قريبانو د موندلو په انتظار دي. چارواکي وايي چې په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی او تر ۷۰ زیات ورک دي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور
بهر مېشتو ایرانیانو په ایران کې د حکومت لخوا د مظاهره چیانو د ظالمانه ځپلو د اقدام ضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی. د مشال رېډیو انګریزي څانګې د رومانیا پلازمېنه بخارسټ کې
د پښتنو د سيمو په څېر په افریقايي هېواد نایجېریا کې هم ګاڼۍ شته چې پکې ګوړه پخېږي او تیارېږي. د هغه هېواد یو اوسېدونکی وايي، دا کسب ورته له نیکونو په میراث کې پاتې شوی دی. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په جرمني او اسټراليا کې د ایران د حکومت مخالفو مظاهرچیانو په ملاتړ لاریونونه شوي دي. د لاریونونو ګډونوال وايي، په ایران کې وضعیت تر بل هر وخت زیات خراب شوی دی. په هغه هېواد کې د ډېسېمبر له ۲۸مې راهیسې د ګرانې ضد پیل شوې مظاهرې ژر په حکومت ضد احتجاجونو واوښتې. تفصیل په رپورټ کې.
ايران ويلي چې له امریکا سره خبرو او جګړې دواړو ته چمتو دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې په هغه هېواد کې د مظاهرچیانو پرضد تر حکومتي اقدام وروسته امریکايي ولسمشر تهران ته د پوځی اقدام ګواښ کړی دی. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ
بیان وايي، له څلورو میاشتو راهیسې د لارو تړل کېدو خیبر پښتونخوا ته د صادراتو په برخه کې د شاوخوا دوه نیم اربه (مېلیارده) او داراز د محصولاتو په ترڅ کې هم جلا دوه نیم اربه روپۍ تاوان رسولی دی.
د بېلجیم چارواکي وايي، په ۲۰۲۵ز کال کې پر برسلز هوايي ډګر د نشه يي توکو نیول کېدل دوه چنده زیات شوي دي. د هغه هېواد ګمرک چارواکي زیاتوي، زیاتره مخدره مواد له تایلینډ، کاناډا او امریکا ورقاچاقېږي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
سازمان وايي، د ډېسېمبر پر ۱۶مه شپې مهال چارواکو په "سخته یخنی کې پر سوله ییزو پرلتوالو" چې غوښتل يې د عدالتي حکم له مخې د پي ټي ای له بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان سره ملاقات وکړي، اوبه وپاشلې او تیت و پرک یې کړل.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ژمي له پیلېدو سره ۱۷ مېلیونه کسان د خوړو د نشتوالي له خطر سره مخامخ دي. سازمان د ډېسېمبر پر ۱۵مه ویلي چې دا شمېر د تېر کال پرتله څلور مېلیونه زیات دی. د فرانسې خبري اژانس له ویډيو جوړ رپورټ.
د اسټرالیا چارواکو نن (د ډېسېمبر پر ۱۶مه) وویل چې د بونډي پر ساحل د ډېسېمبر پر ۱۴مه ترسره شوی برید چې د يو پلار او زوی لخوا ترسره شو، له اسلامي دولت وسلوالې ډلې څخه په انګېزې اخیستو ترسره شوی دی.
حکومت په اسلام اباد کې د لړې د مخنیوي په موخه ښار ته په داخلېدونکو لارو پوستې جوړې کړې دي. په دغو پوستو کې ګاډي درول کېږي او که ثابته شي چې زیات لوګی وباسي نو چلوونکی یې جریمه کېږي
په کراچۍ کې مېشتو مسیحیانو د ډېسېمبر له لومړۍ نېټې څخه د کرېسمېس په نوم د اختر لمانځلو لپاره تیارۍ پیل کړې دي. په دې موقع هلته یو لاریون هم ترسره شوی دی چې د ګډونوالو په وینا پیغام یې د امن خپرول دي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور وګورئ.
نور وښیئ