د اتحاد یو مشر شاه فیصل اپرېدي د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د حالاتو ښه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د لکي مروتو د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جنورۍ پر ۲۶مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د جنورۍ پر ۲۵مه په سیمه کې د عملیاتو پر مهال درې مشکوک وسلوال او د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې یو تښتول شوی کارکوونکی ووژل شول.
د جنوري پر۲۴مه، په بنو کې شوي لاریون ته د وینا پر وخت د اېن ډي اېم صوبايي ویاند جمال داوړ وویل چې هر هغه څوک چې د امن لپاره غږ پورته کوي د دړکو او بریدونو ښکار کیږي خو دوی به هیڅکله هم د ولس د حقونو په اړه خاموشه پاتې نشي.
د کورمې مرستیال کمشنر افراسیاب زبیر د جنورۍ پر ۲۴مه رسنیو ته وویل چې دا د ګاډو پنځم کاروان وو چې د حکومت په منځګړتوب تر اوربند وروسته پاړه چینار ته رسیدلی دی.
د جنورۍ پر ۲۴مه د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې حکومتي غړي تاج محمد خان وویل چې د قانون له مخې د بجلۍ، ګیس او نورو وسایلو د ګټې لس فیصده هغه ضلعو ته ورکول کېږي چې وسایل پکې موندل کېږي.
د حیدرخېلو د اوسېدونکو په خبره، وژل شوي ځوانان جاسیم الله، سید ملوک، او انضمام نومېدل، چې د يو بل خپلوان ول. په شمالي وزیرستان کې سږ کال دا د هدفي وژنو اوومه پېښه ده.
محمد سهېل اپرېدي د جنورۍ پر ۲۳مه، مشال راډیو ته وویل چې د ۱۸م اییني بدلون له مخې صوبايي حکومت په ټولو ضلعو کې د پرمختیايي چارو مسوول دی. ده وویل چې د وفاقي حکومت د اقدام په اړه یې د خیبر پښتونخوا له سرکاري وکیل سره خبرې کړې دي او عدالت ته ځي.
پوځي چارواکي ادعا کوي چې په دغه برید کې ځايي وسلوال قوماندان زیاب وژل شوی او د هغه د کورنۍ نور کسان ژوبل شوي دي. خو د میرلي بړوخیلو یو شمېر اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي چې ټول وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ځایي خلکو د یوې کورنۍ غړي دي.
نور وښیئ