د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قدرتي وسایلو پر ویش بحث شوی


په صوابۍ ضلع کې د تربېلې بند ـ پخوانی انځور.
په صوابۍ ضلع کې د تربېلې بند ـ پخوانی انځور.

د جنورۍ پر ۲۴مه د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې حکومتي غړي تاج محمد خان وویل چې د قانون له مخې د بجلۍ، ګیس او نورو وسایلو د ګټې لس فیصده هغه ضلعو ته ورکول کېږي چې وسایل پکې موندل کېږي.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د قدرتي وسایلو د ګټې په ویش او د صوبې او ضلعو په برخو باندې بحث شوی دی.

د جنورۍ پر ۲۴مه د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې حکومتي غړي تاج محمد خان وویل چې د قانون له مخې د بجلۍ، ګیس او نورو وسایلو د ګټې لس فیصده هغه ضلعو ته ورکول کېږي چې وسایل پکې موندل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د خزانې وزارت دغه پیسې په نورو ضلعو کې لګوي، چې دا د ایین څخه سرغړونه ده.

په اسمبلۍ کې تر بحث وروسته، حکومتي او اپوزیشن غړو په متفقه توګه دا معامله د نورو پلټنو لپاره د توانایۍ قایمه کمیټۍ ته وسپارله.

د پیپلز ګوند پارلیماني مشر احمد کنډي وویل چې د صوبې وزیراعلا واک لري چې د وسایلو د ویش دا موضوع د ګډو ګټو په شورا (کونسل اف کامن انټرسټ) کې راپورته کړي. هغه زیاته کړه چې وفاق صوبې ته خپله برخه نه ورکوي، او صوبه بیا خپلو ضلعو ته نه ورکوي.

د قانون وزیر افتاب عالم مشال راډیو ته وویل چې د توانایۍ قایمه کمیټۍ به د دې موضوع ارزونه وکړي او د هواري لپاره به یې له وفاقي حکومت سره خبرې وکړي.

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي وسایلو په ځانګړي ډول د ګېس، بجلۍ، تیل او ډبرو سکرو ډېرې زېرمې شتون لري.

دا موضوع تل د وفاق او صوبایي ترمنځ د سیاسي بحثونو برخه پاتې شوې ده. دا راز د سیمې خلک غوښتنه کوي چې د دوی د حقونو ساتنه وشي، او د وسایلو له عایداتو څخه دوی ته برخه ورکړل شي ترڅو د هغوی ژوند کې مثبت بدلون راشي.

XS
SM
MD
LG