د لاسرسي ځای

تازه خبر

سهېل اپرېدی: د پاکستان مرکزي حکومت په قبایلو ضلعو کې د پرمختیایي کارونو لپاره د کمیټۍ جوړولو واک نه لري


په قبایلي ضلعو کې زیاتره سړکونه مرمت او یا بیا جوړونې ته اړتیا لري ـ پخوانی انځور.
په قبایلي ضلعو کې زیاتره سړکونه مرمت او یا بیا جوړونې ته اړتیا لري ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د خیبر استازي او د تعمیراتي چارو لپاره د اعلاوزیر سلاکار وايي، د پاکستان مرکزي حکومت په قبایلي ضلعو کې د پرمختیايي کارونو لپاره د کمېټۍ جوړولو واک نه لري.

محمد سهېل اپرېدي د جنورۍ پر ۲۳مه، مشال راډیو ته وویل چې د ۱۸م اییني بدلون له مخې صوبايي حکومت په ټولو ضلعو کې د پرمختیايي چارو مسوول دی. ده وویل چې د مرکزي حکومت د اقدام په اړه یې د خیبر پښتونخوا له سرکاري وکیل سره خبرې کړې دي او عدالت ته ځي.

دا تر هغې وروسته ده چې د پلانونو او پرمختیايي چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۳مه، رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې وویل چې وزیراعظم شهباز شریف د قبایلي ضلعو د پرمختیايي چارو لپاره یوه کمېټۍ جوړه کړې ده.

بیان وايي، د خیبر پښتونخوا د ګورنر په ګډون یوشمېر چارواکي به د کمېټۍ غړي وي او د پرمختیايي چارو ۸۰ سلنه برخه به د هغوی تر څار لاندې په قبایلي ضلعو کې لګېږي.

وفاقي حکومت لا نه ده روښانه کړې چې د داسې یوې کمېټۍ د جوړولو اړتیا ولې پېښه شوه.

بلخوا د خیبر ضلعې د ځوانانو د تنظیم یو مشر داود اپرېدی وايي، د وفاق او صوبې تر مينځ اختلافات به د نويو ضم شويو ضلعو پر پرمختیایي کارونو بدې اغېزې وکړي. "موږ خو د دې لپاره په صوبه کې شامل شوي وو چې د ملک له نورو برخو سره زموږ حیثیت برابر شي او دلته پرمختیایي کارونه وشي. اوس چې موږ په خیبر پښتونخوا کې نمایندګي لرو، نو باید زموږ د فنډونو اختیار له صوبې سره وي."

د لنډي کوتل یو ویليج کونسلر اختر علي شینواری وايي، مرکزي او صوبایي حکومتونو له اوږدې مودې راهیسې د قبایلي ضلعو لپاره اعلانونه کړي، خو عمل ورباندې نه کېږي. "په ۲۰۱۸ز کې چې فاټا په خیبر پښتونخوا کې شامل شوه، اعلان وشو چې قبایلي ضلعو ته به د ۱۰ کلونو لپاره هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ ورکوي، خو دا وعدې نه دې پوره شوي."

خو د خیبر پښتونخوا ګورنر تېر کال (۲۰۲۴ز) په نومبر کې د اورکزیو له یو پلاوي سره د لیدو پر مهال ویلي ول چې د قبایلي ضلعو د پرمختیا لپاره پیسې په ښاري سیمو کې استعمالېږي.

نوموړي هغه مهال له وزیراعظمه د دې چارو پر مخ وړلو لپاره د ځانګړې کمېټۍ جوړولو غوښتنه کړې وه.

د خیبر پښتونخوا د ګورنر او اعلاوزیر ترمینځ له اوږدې مودې راهیسې اختلافات دي او دواړه اکثر پر یو بل نیوکې کوي.

XS
SM
MD
LG