د جنوبي وزیرستان سوداګر وايي، د پاکستان حکومت دې یې د ځپل شوي تجارت بحالۍ لپاره ګامونه پورته کړي.
د دوی په وینا، ناامنۍ او له افغانستان سره د لارو تړل کېدو یې کاروبارونه ډېر اغېزمن کړي دي.
د جنوبي وزیرستان د سوداګرۍ خونې یا چېمبر اف کامرس مشر سیف الرحمان وزیر د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، حکومت دې له افغانستان سره د انګور اډې لاره بشپړه خلاصه او فعاله کړي.
هغه وویل، د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومت دې په جنوبي وزیرستان کې سوداګرو ته د نورو سهولتونو ورکولو لپاره اقدامات وکړي.
د انګور اډې خلکو د ۲۰۲۳ز کال له نومبر مياشتې راهيسې احتجاجي ناسته پيل کړې وه او د پاکستان له حکومته غواړي چې له افغانستان سره د تجارت او د خلکو تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي.
د پرلت له وجې هغه لار نېږدې ۱۶ میاشتې بنده وه خو د جنورۍ پر ۱۶مه، د سیمې د څلورو قبایلو مشرانو په یوه جرګه کې د لارې پرانیستو پرېکړه وکړه.
د جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد ناصر خان مشال راډیو ته وویل، ډېر ژر به پر انګور اډه د کسټمز یا ګمرکي چارو ادارې چارواکي او کارکوونکي کار پیل کړي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.