د نیشنل ډیموکریټک مومنټ د زده کوونکیو سازمان د ګوند مشر محسن داوړ ته د مرګ د ګواښ خلاف احتجاجونه کړي دي.
د جنوري پر۲۴مه، په بنو کې شوي لاریون ته د وینا پر وخت د اېن ډي اېم صوبايي ویاند جمال داوړ وویل چې هر هغه څوک چې د امن لپاره غږ پورته کوي د دړکو او بریدونو ښکار کیږي خو دوی به هیڅکله هم د ولس د حقونو په اړه خاموشه پاتې نشي.
پر دغه مهال د این ډي ایم صوبايي ستر سکتر ندیم عسکر پوښتنه راپورته کړه چې امنیتي ادارې د یو بل هېواد د وسلوالو د برید د پلان نه خبریږي نو بیا یې مخه څنګه نشي نیولای؟
دا په داسې حال کې ده چې د نیشنل ډیموکریټک ګوند مشر محسن داوړ د جنوري په ۲۲مه مشال ریډیو ته وویل چې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو ورته ویلي چې افغان طالبانو یې د وژلو پلان لري.
داوړ وویل چې طالبانو یې د وژنې لپاره چا ته "۵۰۰،۰۰۰ امریکايي ډالر ورکړي" دي.
نوموړي له مشال راډیو سره د امنیتي ادارو هغه خبرتیا شریکه کړې چې پکې یې ده ته د خبرداره اوسېدو سپارښتنه کړې ده.
په خبرتیا کې راغلي دي چې "افغان طالبانو" یې د وژلو لپاره "د فتنه الخوارج" وسلوالو ته پیسې ورکړې دي. د پاکستان پوځ د 'فتنه الخوارج' اصطلاح د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو لپاره کاروي.
نوموړي وویل چې په پاکستان کې د هغو مدني فعالانو، سیاستوالانو او د ګوندونو د غړو ژوند خوندي نه دی چې په افغانستان او پاکستان کې یې "د طالبانو په اړه دریځ ډېر ښکاره دی" او مخالفت یې کوي.
د یادونې وړ ده چې محسن داوړ تیر کال په میرام شاه کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال په ډزو کې ټپي شوی وو.
داوړ وویل چې پخوا یې هم ژوند ته خطر وو او د ۲۰۲۴ز کال د عامو انتخاباتو د کیمپېن پر مهال ورباندې په میرامشا کې برید هم شوی وو چې دی ورڅخه روغ وتلی وو.
بلخوا په افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د جنورۍ پر ۲۴مه په خوست کې د ملایانو د فراغت یوې غونډې ته ویلي چې دوي د افغانستان څخه بهر د چا د وژلو اراده نه لري.
د ټي ټي پي یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې دوی هغه ته هېڅ ګواښ نه دی کړی او په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.
داوړ له ۲۰۱۸ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی وو. هغه پر تحریک طالبان پاکستان، په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت، او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر تګلارو سختې نیوکې کوي.