د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په جنوبي وزیرستان او ټانک کې ۵ پولیس تښتولي دي


پوليسو په بنو کې د تالاشۍ لپاره لاره تړلې ده ـ انځور له ارشيفه
پوليسو په بنو کې د تالاشۍ لپاره لاره تړلې ده ـ انځور له ارشيفه

د جنوبي وزیرستان چارواکي وایي چې نامعلومه وسلوالو په بر جنوبي وزیرستان او ټانک کې د پولیسو پینځه سرتېري تښتولي دي.

په بر جنوبي وزیرستان کې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن (د جنورۍ پر ۲۴مه) مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۲۳مه د عمر رغزي په سیمه کې وسلوالو د پولیسو پر يوه پوسته برید وکړ او څلور سرتېري سلطان، نصیب، جان محمد او اکبر يې له وسلو سره وتښتول.

چارواکي زیاته کړه چې په سیمه کې امنیتي ادارو د لټون عملیات پیل کړي دي.

بلخوا د ټانک ضلعې پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې د جنورۍ پر ۲۴مه وسلوالو د پولیس سرتېري اختر زمان کور ته اور اچولی او هغه يې تښتولی دی. په هغه سیمه کې هم امنیتي ادارو د لټون عملیات پیل کړي دي.

د دواړو پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول، د صوبې په جنوبي ضلعو کې امنیتي وضعیت خراب دی او په تېرو دوو کلونو کې پکې په بریدونو کې ګڼو پولیسو، امنیتي سرتېرو، سرکاري کارکوونکو، سیاسي او مدني فعالانو، دیني عالمانو، ولسي مشرانو او ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې هم په خیبر پښتونخوا کې د تښتنونو پېښې شوي دي. د جنورۍ پر ۱۴مه په ټانک کې وسلوالو یو مرستیال انجینر وتښتاوه خو تر اوسه یې د تښتونې ذمه واري چا نه ده منلې. له دې پرته، په وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو په لکي مروتو کې د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې ۱۶ کارکوونکي وتښتول چې ورڅخه یې اته خوشې شوي، خو نور لا هم د وسلوالو په ولکه کې دي.

چارواکي وايي چې د هغوی د ازادولو هڅه کوي خو ټي ټي پي وايي چې حکومت دې د کارکوونکو په بدل کې د هغې وسلوالې ډلې بندي غړي خوشې کړي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG