د پاکستان سياسي او مذهبي ګوند، جماعت اسلامي په پېښور کې د مظاهرې له لارې د خپل یو ورک غړي د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د ګوند مخکښو سیاستوالانو د جنورۍ پر ۲۳مه د خبریالانو مرکز مخې ته یو ورځنی پرلت وهلی وو او و یې ویل چې ۱۱ کاله کېږي چې نجیب الله بې درکه دی. د احتجاج ګډونوالو تور پورې کړ چې نوموړی د پاکستان استخباراتي ادارو نیولی او بې درکه کړی دی.
د جماعت اسلامي سیاستوالانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د نجیب الله په ګډون دې له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه ورک شوي ټول کسان پیدا او خوشې کړي.
د پاکستان حکومت لا د هغوی د احتجاج او څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي ول چې په زوره د ورک کړل شویو کسانو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای.
نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د اطلاعاتو له وزیر عطا الله تارړ سره یوځای یوې خبري غونډې ته ويلي ول چې په دې مسله کې د دولتي بنسټونو د لاس لرلو ادعا په کلکه نه شي ردېدلای، خو هغه زياته کړه چې په دې اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.
داراز، د پاکستان پوځ په پراخ کچ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي او وايي چې ځینې کسان چې بې درکه بلل کېږي، اصلاً له وسلوالو ډلو سره یوځای شوي دي او ځینې یې د عملیاتو او نښتو پر مهال وژل شوي دي.
له دې پرته په پاکستان کې د جبري بې درکیو د پلټنو سرکاري کمېشن وايي، له ۲۰۱۱ز کال راهیسې یې د څه باندې ۱۰،۰۰۰ کسانو ورکېدل ثبت کړي دي چې ورڅخه یې ۸،۰۰۰ قضیې هوارې کړې دي.
که څه هم په پاکستان کې دننه او دباندې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دې هېواد پر حکومت او امنيتي ادارو په زوره د خلکو لادرکه کولو لړۍ درولو غږ کړی او دا عمل يې د بشري حقونو ضد بللی، خو دا ستونزه لا تر اوسه "ناحل" پاتې ده.