د خيبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او ټانک کې چارواکي وايي وسلوالو دوه پوليس سرتيري وژلي دي.
د ډېره اسماعیل خان د کلاچي سیمې يو پوليس چارواکي چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ووويل چې نن (۲۵ مه جنورۍ) ناڅرګنده وسلوالو د کلاچي په شيخي ګېټ سيمه کې يو پوليس سرتېری وژلی دی.
چارواکی وايي له پېښې وروسته د نامعلومه وسله والو خلاف مقدمه درج شوې او د لټون عمليات يې روان دي.
بلخوا د ټانک ضلعې پوليسو يوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د جنورۍ په ۲۴ د ټانک له ګړه ښاده سيمې څخه وسلوالو يو پوليس سرتېری تښتولی وو چې وروسته يې په ګړه محبت سيمه کې مړی وموندل شو.
لا هم د يادو دواړو پېښو زمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
دا په حال کې ده چې په خيبرپښتونخوا کې ناامني زياته شوې چې پرضد يې د سيمو خلکو په وار وار مظاهرې هم کړي دي. د جنورۍ پر ۲۴مه هم په ټانک او شمالي وزیرستان کې وسلوالو پینځه پولیس سرتېري وتښتول چې لا هم ورک دي. بلخوا حکومت وايي امنيت ته ژمن دی.