د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کروندګر د ټوچي خوړ پر غاړه د حفاظتي دیوالونو غوښتنه کوي


د پشکال بارانونو له وجې په ټوچي خوړ کې اوبه زیاتې شوي: انځور له ارشیفه
د پشکال بارانونو له وجې په ټوچي خوړ کې اوبه زیاتې شوي: انځور له ارشیفه

کروندګر له حکومته غوښتنه کوي چې د خوړ پر غاړه دې حفاظتي دیوالونه جوړ کړي چې اوبه په قابو کې پاتې شي. د دوی په وینا د دې کار به یوه بله ګټه دا هم وي چې له دته خېلو تر میرلي کجورۍ سیمې پورې زرګونه اېکړه ځمکه ورسره اباده شي.

د شمالي وزیرستان کروند ګر وايي، وروستیو سیلابونو د ټوچي خوړ پر غاړه د هغوی د سبزو کروندې او د مېوو باغونه زیانمن کړي دي. دوی وايي، چې کله هم په ټوچي خوړ کې اوبه زیاتې شي، تاوان یې خامخا د هغوی په برخه وي.

کروند ګر له حکومته غوښتنه کوي چې د خوړ پر غاړه دې حفاظتي دیوالونه جوړ کړي چې اوبه په قابو کې پاتې شي. د دوی په وینا د دې کار به یوه بله ګټه دا هم وي چې له دته خېلو تر میرلي کجورۍ سیمې پورې زرګونه اېکړه ځمکه ورسره اباده شي.

محمد عالم محمد خېل هم یو له هغو کسانو څخه دی چې د یاد خوړ پر غاړه یې د سبزو او میوې کروندې او باغونه دي. نوموړی وايي، هر کال په ډېرې خوارۍ سبزي وکري، پټي اباد کړي، د باغونو خدمت وکړي او چې خوړ راشي نو بیا هر څه له ځانه سره جارو کړي. هغه وايي، دا ځکه چې د خوړ پر غاړه استنادي دیوالونه نشته.

د شمالي وزیرستان د همزوني سیمې اوسیدونکی امان الله هم د سبزیو او مېوو کروندې او باغونه لري. نوموړی وايي، د هغوی په سیمه کې په کافي اندازه میوې او سبزیانې کېږي چې له وجې یې د خلکو روزګار هم جوړ دی خو خبره د ټوچي خوړ سیلابونو ورانه کړې ده چې د کرونده ګرو حاصلات له یوې مخې خرابوي.

د شمالي وزیرستان د محکمه زراعت یو چارواکي ضیا الله خان د اګست په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د هغوی اداره تر خپله وسه پورې له کروند ګرو سره مرستې کوي، هغوی ته اصلاح شوي تخمونه او میوه دار بوټي ورکوي او همدا رنګه د سبزو د کروندو او د باغونو د حفاظت لپاره کټارې ازغن سیمونه ورته ورکوي خو د ټوچي پر غاړه د حفاظتي دیوالونو لګول د اوبه خور محکمې مسوولیت دی.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر منظور اپریدي د اګست په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د ټوچي خوړ پر غاړه د استنادي دیوالونو په جوړولو اربونه روپۍ مصرف راځي چې د فنډونو د موندلو لپاره هغوی هلې ځلې پیل کړې دي او هیلمن دی چې حکومت به ورته فنډ جاري کړي.

په ټوچي خوړ کې د ۲۰۲۴ز کال په اپریل میاشت کې هم سیلابونه راغلي وو چې د خلکو فصلونو ته یې تاوان رسولی وو او پر دې سربېره سیلاب دوه کسان لاهو کړي وو.

ټوچې خوړ له افغانستانه شمالي وزیرستان ته اوبه له ځانه سره لېږدوي چې وروسته تر لکي مروته پورې رسېږي. د خوړ پر غاړو د ځايي خلکو حاصل ورکوونکې ځمکې دي چې سېلاب ورته تاوان رسولی دی.

د یادونې وړ ده چې روانو بارانونو د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د ملک په نورو برخو کې هم پراخ ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

XS
SM
MD
LG