د شمالي وزیرستان له ۱۰ تحصیلونو څخه په پنځو کې طوريخېل مېشت دي چې سپین وام، رزمک، ګړیوم، میرعلي او میرامشا شامل دي.
د بنو يو اوسېدونکي وويل، "موږ ښه ورځ و نه ليدله. چې هر سهار راپاڅو نو د چاودنې خبر راشي، يا دا چې هدفي بريد شوی دی او وسلوال راوتلي دي."
پشتين وويل چې پر خنډونو سربېره به د پښتنو د بشري حقونو لپاره خپله سوله ییزه مبارزه جاري ساتي: "موږ د خیبر پښتونخوا وزیراعلا ته يوه جرګه لېږدوو چې د هغو ژمنو په اړه ورسره خبرې وکړي چې دوی له موږ سره کړې وي."
پولیسو په مقدمه کې پر اپرېدي د ترهګرۍ ضد قانون، قتل او د ریاست پرضد د خلکو پارولو مادې شاملې کړې دي او د خیبر چارواکو یې نوم په څلورم جدول (فورت شیډول) کې اچولی دی.
د پولیسو مشر اختر حيات خان ګنډه پورد نومبر پر ۱۱مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې نیول شوی کس ولي محمد نومېږي چې د پېښور د دله زاک اوسېدونکی دی.
عدنان خان اعتراض وکړ چې د پيسو جمع کولو او امتحان ورکولو سربېره قبايلي ځوانان د سي ټي ډي له نوکريو څخه محرومه ساتل کېږي.
نور وښیئ