د شارکۍ کلي یو اوسیدونکي جان عالم د نومبر په اتمه مشال راډیو ته وویل چې د سهار د ۱۱ بجو په وخت کې د هاوان توغندی وچاودېد چې ماشومانو ته یې پکې مرګژوبله ورواړوله.
په خیبر کې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې خان ولي اپرېدی یې د نومبر په اتمه شپه نیولی دی.
په کورمه کې کړکېچ وروسته له هغې پیل شوی چې د نومبر پر پینځمه په بګن کې له ډډکمر سره نږدې له پېښوره د پاړه چینار پر لور روان د شیعه مساپرو پر دوو ګاډو وسلوال برید وشو. په هغه پېښه کې د پېواړ مشتاق علي او د شیلوزو وهاب علي وژل شوي او ورسره یوه ښځه لږ ژوبله شوې وه.
د کمېشن مشرانو د نومبر پر اوومه په اسلام اباد پرېس کلب کې "د کورمې شخړه او د رياست کردار" تر عنوان لاندې يوې خبري غونډې ته وويل چې په کورمه کې د اوږدې " قبيلوي او فرقه يیزې شخړې" له امله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په روغتون کې د ژوبلو ماشومانو د کورنۍ غړي وایي چې پېښه هغه مهال شوې چې کله په سیمه کې د پوځیانو لخوا د هاوان څلور مرمۍ د خلکو پر کورونو وتوغول شوې، چې له ښوونځي څخه کور ته روانو ماشومانو ته پکې مرګژوبله واوښته او ځينې کورونه هم زيانمن شول.
د دې احتجاج او د انجمن حسینيه يو مشر جلال حسین بنګښ د نومبر پر اوومه په يو ويډيويي پيغام کې پر حکومت غږ وکړ چې مساير دې خوندي او ټولې لارې دې پرانیزي.
فیصل کريم کونډي له افغانستان سره د نېږدېوالي له امله د خيبرپښتونخوا د ځانګړي موقعیت ارزښت په ګوته کړ او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره د ټولو لارو پرانیستل به نه یوازې د سوداګرۍ په برخه کې ښه والی راولي، بلکې په سیمه کې به اقتصادي فعالیت ته هم وده ورکړي.
دا اعلامیه تر هغې وروسته خپره شوې چې د خيبر پښتونخوا د پرایمري سکولونو استادانو د نومبر له پینځمې راهیسې د پېښور په جناح پارک کې احتجاجي پرلت وهلی
نور وښیئ