د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ "په شمالي وزیرستان کې د ۱۰ وسله والو د وژلو" دعوه کوي


يو پاکستانی پوځي په شمالي وزیرستان کې د پېرې په مهال - انځور له ارشیفه
يو پاکستانی پوځي په شمالي وزیرستان کې د پېرې په مهال - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ دعوه کوي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په شمالي‌ وزیرستان کې لس وسله وال وژلي دي.‌

د پوځ د عامه اړيکو څانګې په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د نومبر پر لسمه، په سپين وام کې په دوو بېلابېلو کاروايانو کې یې ۴ وسله وال ووژل او ۲ یې ژوبل کړل. پوځ دعوه کړې ده چې په دوی کې وژل شوي دوه وسله وال له افغانستانه، پاکستان ته اوښتل.

پوځ په يوه بله خبرپاڼه کې دعوه کړې چې د نومبر پر نهمه یې هم په سپين وام کې ۶ وسله وال وژلي دي. د پوځ په وينا هغه وژل شوي مطلوب وسله وال وو چې وسلې یې هم ترلاسه شوي دي. پوځ نه دي ويلي چې دغه د کومې وسله والې ډلې غړي دي. تر اوسه پورې هېڅ وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان په شمول د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د وسله والو فعاليتونه پراخ شوي دي. د نومبر پر پينځمه، د میرلي تاڼې او ضلعي انتظامیې چارواکو مشال راډیو ته ويلي وو چې ماخوستن مهال ناپېژندليو وسلوالو د خوشالي سیمې اوسېدونکی نورزا جان له خپل کور سره نېږدې ویشتلی او وسلوال تښتېدلي دي. د هغه بريد ذمه واري چا نه وه منلې.

دا په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د هدفي بریدونو ۳۶مه پېښه وه. په ۲۰۲۳ کال کې په شمالي وزيرستان کې ۴۴ هدفي حملې شوې وې چې پکې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي وو.

له شمالي وزیرستان سره نیږدې په جنوبي وزیرستان کې هم وسله والو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. د نومبر پر اتمه، د پاکستان پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې ۴ پوځيان یې وژل شوي دي. د پوځ د عامه اړيکو دفتر د ادعا ترمخې، په دې نښته کې یې ۵ وسله وال وژلي دي. د هغه نښتې په اړه هم کومې وسله والې ډلې څه نه وو ويلي.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې کې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې وسلوال بريدونه او د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه يې وهلي دي. د امن لپاره وروستئ جرګه د نومبر پر نهمه او لسمه د بلوچستان په لورالايي کې وشوه چې پکې د امن پر ځای کولو غوښتنه تکرار شوه.

دا جرګه پښتونخوا ملي عوامي ګوند ورغوښتې ده. د دې ګوند مشر، محمود خان اڅکزي ګډونوالو ته د وینا په مهال پر امنيتي ځواکونو نيوکې کړې دي. هغه پوښتنه کړې چې "څنګه ممکنه ده چې امنيتي ځواکونه دې هر ځای موجود وي خو بیا هم وسله وال بریدونه کوي"؟ هغه ويلي چې د پاکستان حکمرانان د ناامنۍ په اړه ولس ته رښتيا نه وايي.

خو حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان کورنيوو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر پر نهمه په کوټه کې خبریالانو ته وويل چې امنيتي ځواکونه د امنيت ښه کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG