د پي ډي اېم اې د خیبر ضلعې مشرعبدالغني اپرېدي د نومبر پر پينځمه مشال راډیو ته وویل چې دا بهیر د اکتوبر له ۲۹مې راهیسې روان دی چې پر مهال يې سلګونه کورنۍ خپلو سيمو ته رسېدلي دي او د نورو د ستنولو کار دوام لري.
د شاه دولتخېلو لایق حسین د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر دویمه د قافلې له سفر سره یې د تګ راتګ او نورې مسلې په لنډمهالي ډول هوارې شوې خو غواړي چې حکومت دې په دایمي ډول د لارو پرانیستو لپاره اقدامات وکړي.
د اتحادیې مشر عزیز الله خان د نومبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې استادان په پېښور جناح پارک کې پرلت پیلوي او دا به تر هغې روان وي چې غوښتنې یې ومنل شي.
د ټانک ضلعې نه د صوبایي اسمبلۍ غړي، عثمان بېټني، مشال راډیو ته وویل چې د ګومل سیمې د ولس د غوښتنو په اړه به له ضلعي انتظامیې چارواکو سره خبرې وکړي.
سیف د نومبر پر دویمه د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت ختمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت هڅه کوي خبریالان له هر ډول خطرونو وژغوري.
د شمالي وزیرستان د رزمک د پولیسو یو افسر او یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د ماړي پېټرولییم کمپني لېمېټېډ (اېم پي سي اېل) د سروې ډلې ګاډي د نومبر پر دویمه د دوسلي له ګړدي روغې سیمې تښتول شوي دي. په هغه سیمه کې د شرکت یو لوی کیمپ موجود دی.
نور وښیئ