د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې اپوزيشن په سي ټي ډي کې د قبايلي سيمو خلکو ته د نوکریو پر نه ورکولو اعتراض کړی


حکومت په سي ټي ډي کې د نوو ملازمتونو اشتهار د روان ۲۰۲۴ز کال پر نهمه مې خپور کړی وو. پخوانی انځور
حکومت په سي ټي ډي کې د نوو ملازمتونو اشتهار د روان ۲۰۲۴ز کال پر نهمه مې خپور کړی وو. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د نومبر ۱۱مې په غونډه کې د صوبې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټرټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) کې د قبايلي ضلعو ځوانانو ته د نوکريو نه ورکول کېدو پر مسله بحث کړی دی.

د جمعيت علما اسلام (ف) د اسمبلۍ غړي عدنان خان اعتراض وکړ چې د پيسو جمع کولو او امتحان ورکولو سربېره قبايلي ځوانان د سي ټي ډي له نوکريو څخه محرومه ساتل کېږي.

"قبايلي ځوانانو دوه کروړه روپۍ فيسونه جمع کړل. امتحان وشو، نتيجه يې راغله، خو انټرويوګانې و نه شوې. محکمې والا وايي چې د نومېنکلېچر (د پوسټونو د نومونو) مسله ده. که داسې وي نو دا محکمه ويده وه؟"

د عدنان خان په خبره چې حکومت د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه کې د قبايلي ضلعو لپاره ۴۵۰ نوکرۍ اعلان کړې دي.

په ځواب کې د قانون صوبايي وزير افتاب عالم اپريدي وويل چې په سي ټي ډي کې د نوو پوسټونو د نومونو له وجې کاميابو ځوانانو ته د نوکريو ورکولو چارې ځنډنۍ شوې دي.

خو د اسمبلۍ غړيو د قانون د وزير دا وضاحت د قناعت وړ و نه باله او په متفقه توګه يې په سي ټي دي کې د نوو ملازمتونو موضوع د نور بحث لپاره د کورنيو چارو قايمه کمېټې ته وسپارله.

د خيبر پښتونخوا حکومت په سي ټي ډي کې د نوو ملازمتونو اشتهار د روان ۲۰۲۴ز کال پر نهمه مې خپور کړی وو.

XS
SM
MD
LG