د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۷مه په کوټه کې خبري غونډې ته په وینا کې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ناامنۍ پر زیاتېدو خواشیني څرګنده کړه. هغه وویل چې په وروستیو کې د دوکۍ د سکرو ۲۰ کانکیندونکي په داسې حال کې ووژل شول چې پولیس د صوبې پر سړکونو دوامداره ګزمې کوي.
د راجګل د مشرانو کمېټۍ يو غړي برکت جان اپرېدي مشال راډیو ته وويل چې په لومړۍ مرحله کې نن (د اکتوبر پر ۲۹مه) د شاوخوا ۵۰ کورنیو يوه قافله له جمرود څخه د تيرا تور څپر (تور چپر هم بلل کېږي) سيمې ته روانه شوه.
ارواکو ویلي ول چې د راجګل د کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو لړۍ د اکتوبر له ۱۷مې پیلیږي او په دې اړه به مهالویش هم اعلان شي، خو دا کار وځنډېد. چارواکي وايي چې د کډوالو ستنېدو دویم پړاو به په راتلونکي ۲۰۲۵ز کال په مې میاشت کې پیل شي.
مظاهره تر هغې یوه ورځ وروسته شوې چې د اکتوبر پر ۲۶مه د میرلي په ایدکو (عیدکو) کې پر امنیتي پوستې په ځانمرګي موټر بمي برید کې پینځه سرتېري او دوه ولسي وګړي ووژل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
د سیمې امنیتي چارواکو، چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۲۴مه ماخوستن مهال په درازنده کې پر زام امنیتي پوستې حمله وکړه چې پکې درې سرتېري ژوبل هم شول.
نور وښیئ