د پېښور د حیات اباد میډیکل کمپلېکس د طبي چارو رییس ډاکتر شهزاد اکبر مشال راډیو ته وویل چې روغتون ته ټول ۱۵ کسان لېږدول شوي چې ورڅخه یې درې مړه شول او ۱۲ ژوبل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې وفاقي حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) بندیز لګولی دی او د ترهګرۍ مخنیوي د قانون له مخې یې "ناقانونه سازمان" ګرځوي.
د ګوند مخکښ اسد قیصر د اکتوبر پر پينځمه شپې ناوخته په يو ويډيو بیان کې د ګنډه پور د "ورکولو" تور پر وفاقي حکومت پورې کړ او زیاته یې کړه چې دا د ټولې صوبې بې عزتي ده.
د خيبر د شلوبر سيمې يو استوګن زاهد الله د اکتوبر پر درېيمه په پېښور های کورټ کې د خپل وکيل علي عظيم اپرېدي له لارې درخواست جمع کړی وو چې د خيبر په جمرود سيمه کې يوه غونډه کېدله چې ګډونوال يې پرامنه خلک ول خو پوليسو چاپه ورباندې ووهله.
دا اعلان د اکتوبر پر څلورمه په باب خیبر کې جلسې ته به وینا کې د کډوالو د کمېټې مشر ملک نصیر احمد کوکخېل وکړ. په دې جلسه کې یو شمېر سیاسي او مدني فعالان او قومي مشران هم موجود ول.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په خپره کړې اعلامیه کې د وژل شوي افسر او سرتېرو نومونه خپاره کړي او پکې راغلي دي چې د پوځیانو سره په ډزو کې شپږ مشکوک وسلوال هم وژلي دي.
نور وښیئ