د خیبر پښتونخوا په بر جنوبي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران دعوه کوي چې پولیس یې په سيمه کې د ګرځبنديز خلاف د احتجاج کولو په تور پر کورونو چاپې وهي او هغوی نيسي.
د پي ټي اېم د بر جنوبي وزيرستان د سره روغې (سره راغه) تحصيل مشر شېرزاده مسيد د اپرېل پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې پوليس د غورځنګ د مشرانو او غړو د ګرفتاريو عمل تند کړی دی.
دی وايي: "دوه [یا] درې ورځې مخکې پوليسو د پي ټي اېم د سروکۍ (سروېکۍ) تحصيل ذمه وار ملګري نېک محمد، خالد هېواد او فيض الله جان ګرفتار کړل، خو بيا عدالت په ضمانت خوشې کړل. پر دې برسېره د جمال ماليار ، نېک بادشاه او د غورځنګ د ځينو نورو مشرانو او غړو پر کورونو چاپې وهل شوي دي. څو ورځې مخکې زه هم ګرفتار شوم خو د ولس د مزاحمت په نتيجه کې راخلاص شوم."
شېرزاده مسيد زياته کړه چې پي ټي اېم په وروستيو کې په بر جنوبي وزيرستان کې د "زياتو شويو غير قانوني او غیر اييني" ګرځبندیزونو خلاف په سروکۍ تحصيل کې احتجاج کړی وو او هلته يې پرلت وهلی وو.
نوموړي د خيبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه وکړه چې د هغوی خلاف دې درج شوې مقدمې بېرته واخلي او چاپې او ګرفتارۍ دې ودروي.
د خیبر پښتونخوا حکومت لا د پي ټي اېم غوښتنو ته ځواب نه ويلي، البته د بر جنوبي وزيرستان د انتظاميې يو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د اپرېل پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې په هغه ضلع کې یې "د قانون سرغړونې" په تور د پي ټي اېم د يوشمېر غړو خلاف مقدمې دايرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د جنوبي وزیرستان په مکین کې د مسیدو مشرانو او سوداګرو د امن لپاره جرګه وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې هلته دې نور ګرځبندیز نه لګوي.
په مارچ کې چارواکو څو ځلې د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او ټانک په یوشمېر سیمو کې ګرځبندیز ولګاوه.
د شمالي او جنوبي وزیرستانونو او ټانک اوسېدونکو تېره میاشت مشال راډیو ته ویلي ول چې ګرځبندیز یې مشکلات زیات کړي دي او حکومت دې د امنیت لپاره نور اقدامات وکړي.
د جنوبي وزیرستان چارواکي وايي، کرفیو یا ګرځبندیز د پوځي قافلو د تګ راتګ پر مهال د امنیت په موخه لګوي.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.