د شمالي وزیرستان په میرلي کې ځايي خلکو د پوځ په "ډرون برید" کې د یو ځايي وګړي تر وژنې وروسته احتجاجي ناسته پیل کړې ده.
د میرلي اوسېدونکي دعوه کوي چې د "موسکي اوسېدونکی او د ۱۰م ټولګي زده کوونکی عمر خطاب" د اپرېل پر څلورمه "په ډرون حمله کې ووژل" شو.
د سیمې اوسېدونکو د اپرېل پر پینځمه د نوموړي جسد پر بایپاس سړک کښېښود او پرلت یې وواهه. هغوی سړک د ټرافیک پر مخ تړلی او ګواښ یې کړی دی چې میرامشا او بنو ته تلونکې لارې هم تړي.
د اتمانزیو جرګې ویاند مولانا بیت الله د اپرېل پر پینځمه پرلتوالو ته په وینا کې وویل، تر هغو چې پوځ ورته د امنیت او د وسلوالو پرضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو خوندیتوب ډاډ نه وي ورکړی، ناستې ته دوام ورکوي.
پرلتوال تور پورې کوي چې هلته وخت په وخت د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.
د شمالي وزیرستان انتظامیې او امنیتي چارواکو لا د میرلي د پرلت او په ډرون برید کې د ولسي وګړي د دعوو په اړه څه نه دي ویلي او لا چارواکو له احتجاجیانو سره مذاکرات هم نه دي کړي.
البته هغوی تر دې مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي.
چارواکي داراز ټینګار کوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.
په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو برخو کې خلکو تر دې مخکې هم په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.
د روان کال په فبرورۍ کې هم په میرلي او د کوز جنوبي وزیرستان په کوټکي بازار کې خلکو د وسلوالو پرضد عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد پرلت وهلی وو.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
رپورټ وايي، په مارچ کې په پاکستان کې ټول ۱۰۵ حملې او په غبرګون کې یې نښتې وشوې چې پکې د ۷۳ امنیتي سرتېرو او ۸۸ مشکوکو وسلوالو په ګډون ۲۲۸ تنه ووژل شول. د رپورټ په وینا، د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان کې وشوې.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
رپورټ کاږي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.