د خيبر پښتونخوا د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکو يو ځل بيا له چارواکو په هغه سیمه کې د ځمکلاندې بمونو یا ماینونو د پاکولو غوښتنه کړې ده.
د هغې سيمې ځينو اوسېدونکو د اپريل پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې هلته موجود ماينونه د دوی د مرګژوبلې لامل ګرځي، خو د هغوی په وينا، ځايي انتظامیه یې د پاکوالي څه بندوبست نه کوي او دغه پېښې دوام لري.
د بر جنوبي وزيرستان د سره روغې سيمې عثمان مسید له مشال راډيو سره د خبرو پرمهال دعوه وکړه چې مشال راډيو ته وویل چې له هغې سيمې څخه د څلور کلومیټره پر واټن پروت کلي کرکڼۍ کې له ۵،۰۰۰ څخه تر ۸،۰۰۰ پورې ماينونه دي چې وخت په وخت چاودي او ولس ته ځاني زيانونه اړوي.
هغه زياته کړه، پر دې سربېره په مکین، بدر او وچه خوړې سیمو کې هم په ځمکه کې ښخ بارود موجود دي.
په سره روغه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر شېرزاده مسید مشال راډيو ته وویل چې په جنوبي وزیرستان کې په ۲۰۰۷ز کال کې د وسلوالو پر ضد د "راه نجات" ه نوم د پوځي عملیاتو پر وخت ماينونه اېښوول شوي ول.
نوموړي زياته کړه چې يوازې د بر جنوبي وزیرستان د مسیدو په سیمه کې تر اوسه د ماین چاودنې ۲۸۲ پېښې شوې دي چې پکې ۵۵ کسان وژل شوي دي چې يوشمېر يې ښځې او ماشومان دي. د هغه په خبره، په دغو پېښو کې ګڼ نور کسان معذوره شوي هم دي.
په بر جنوبي وزيرستان کې د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړي اصف خان د اپرېل پر اوومه له مشال راډيو سره په خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې د ماین پاکۍ مسله به د قایمه کمېټۍ د راتلونکې غونډې د اجنډې په سر کې وي. نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي چې د ماین چاودنو ښکار شویو کسانو ته مالي مرستې هم ورکړل شي.
بلخوا د سیمې یو انتظامي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې له سیمې د ماینونو پاکولو لپاره د پوځ ډلې کار کوي.
د ماينونو پاکولو په اړه د پوځ دريځ
د ۲۰۲۳ز کال د اپریل پر ۲۵مه د پاکستان پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د يوې خبري غونډې پر مهال دعوه وکړه چې پوځ د خېبرپښتونخوا له قبایلي سیمو ۶۵ سلنه ماینونه پاک کړي دي.
تر دې مخکې هم د پاکستان پوځ د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر مياشت کې په يو بيان کې دعوه کړې وه چې باجوړ یې په بشپړه توګه د ناچاوديدولو مايونونو څخه پاک کړی دی او د مومندو له ۱۴ مربع کلومیټرو څخه یي ۱۳ مربع کلوميټره سیمه یې له ماینونو پاکه کړې ده.
دوی ادعا کړې وه چې په خيبر کې له ۱۲ مربع کلوميټرو څخه د اته، په اورکزو کې له شپږ مربع کلوميټرو څخه پينځه او په کورمه کې یې له شپږ مربع کلوميټرو څخه څلور مربع کیلومیټره ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده.
بيان زياته کړې وه چې دا ډول پوځ په جنوبي وزیرستان کې له ۶۲ مربع کلومیټره څخه ۱۵ او په شمالي وزیرستان کې له ۳۷ مربع کلومیټره څخه څلور مربع کيلوميټره ځمکه له ماينونو پاکه کړې ده. مشال راډيو په خپلواک ډول د دې شمیرو تصدیق نه شي کولی.
ماینونو څومره خلک زیانمن کړي؟
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزېب مسید څه موده وړاندې مشال راډيو ته ويلي ول چې دا مهال په قبايلي ضلعو کې د ماين پاکۍ کار نه کيږي.
په قبایلي ضلعو کې د ماينونو د شمير او له چاودېدلو ماينونو د اوښتي زیان کره او رسمي شميرې نه شته. خو د عالمزېب مسيد راټولو کړيو معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۳ز پورې په جنوبي وزیرستان کې نېږدې ۲۵۰ او په نورو قبایلي ضلعو کې تر ۱۰۰ زیاتې ماین چاودنې شوې دي. په دې چاودنو کې د ماشومانو په ګډون سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په ۲۰۲۲ز کال کې په پېښور های کورټ کې له ماينونو د اغېزمنو خلکو وکيل سجاد مسود لخوا په جمع شويو شمیرو کې راغلي ول چې په ۱۳ کلونو کې یوازې په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنو په ۱۷۸ پېښو کې ۸۰۰ کسان وژل شوي دي. پر دې سربېره ۲۵۰ ماشومان معیوب شوي، ۷۷ کسانو سترګې له لاسه ورکړي او شاوخوا ۴،۰۰۰ څاروي هم وژل شوي دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له مخې، د نقشو او ولسي پوهاوي پرته، د ماينونو ښخول جنګي جرم دی. د کمېشن په وينا، د جېنېوا کنوېنشن او نړيوال پروټوکول سره سم د ریاستي او یا غیر ریاستي ادارو لخوا د ماینونو ښخول جرم دی.