د شمالي وزیرستان په میرلي کې ځايي خلکو په ډرون حملو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی.
هغه پرلت د اپرېل پر څلورمه، د سیمې د اوسېدونکو د ادعا له مخې، په ډرون برید کې د ۱۰م ټولګي د یو زده کوونکي عمر خطاب تر وژنې وروسته پیل شوی وو.
ځايي مشران وايي، حکومتي او پوځي چارواکو په مذاکراتو کې ورته د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.
دوی وايي، پر دې سربېره، د اپرېل پر اتمه د میرلي په ګلشن اډه کې له بې پیلوټه الوتکې څخه د ویشتلي توغندي په برید کې یو ولسي وګړی ووژل او څلور تنه ژوبل شول.
د میرلي اوسېدونکو تر هغې وروسته احتجاج غځولی او د سیمې ټول سړکونه یې تړلي دي چې له کبله یې د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میرامشا او بنو ته د ګاډو تګ راتګ درېدلی دی.
یو پرلتوال او د عوامي نیشنل ګوند سیمه ییز مشر ملک نثار علي د اپرېل پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د حکومت او پوځ پر ډاډ او ژمنو سربېره احتجاج ته اړ دي چې چارواکو ته "خپل فریاد" ورسوي او د "وژل شویو" کورنیو "لپاره انصاف وغواړي."
پرلتوال تور پورې کوي چې هلته وخت په وخت د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي. دوی داراز وايي پر عملیاتو سربېره په سیمه کې امنیتي وضعیت خراب دی.
د شمالي وزیرستان انتظامیې او امنیتي چارواکو لا رسماً د میرلي په ډرون حملو کې د ولسي وګړو مرګژوبلې او د پرلتوالو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
خو د انتظامیې یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اپرېل پر نهمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې له پرلتوالو سره یې مذاکراتو ته دوام ورکړی دی او د مسلې هواري ته ژمن دی.
د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي او زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.
په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو برخو کې خلکو تر دې مخکې هم په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.
د روان کال په فبرورۍ کې هم په میرلي او د کوز جنوبي وزیرستان په کوټکي بازار کې خلکو د وسلوالو پرضد عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد پرلت وهلی وو.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
رپورټ وايي، په مارچ کې په پاکستان کې ټول ۱۰۵ حملې او په غبرګون کې یې نښتې وشوې چې پکې د ۷۳ امنیتي سرتېرو او ۸۸ مشکوکو وسلوالو په ګډون ۲۲۸ تنه ووژل شول. د رپورټ په وینا، د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان کې وشوې.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
رپورټ کاږي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.