د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر چارواکو افغان تابعیت کارډ لرونکو ته هېواد ته د ستنېدو امر کړی دی


د یوې افغانې کورنۍ کډه د پېښور له لارې د تورخم پر لوري لېږدول کېږي. په ټرک کې سپور یو کس د افغانستان بیرغ رپوي - د اپرېل څلورمې انځور.
د یوې افغانې کورنۍ کډه د پېښور له لارې د تورخم پر لوري لېږدول کېږي. په ټرک کې سپور یو کس د افغانستان بیرغ رپوي - د اپرېل څلورمې انځور.

د خیبر انتظامي او پولیس چارواکو په لومړي ځل پر افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو له ضلعې څخه د وتلو او خپل هېواد ته د ستنېدو غږ کړی دی.

د خیبر د لنډي کوتل (لواړګي) انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) د اپرېل پر پینځمه مشال راډیو ته په استولي لیکلي بیان کې ویلي دي چې چارواکو په تورخم، زخه خېلو او شینوارو کې افغانانو ته د سیمې پرېښودو امر کړی دی.

تر دې وروسته د لنډي کوتل د پولیسو یو افسر سعید خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې له ځايي ولسي مشرانو سره یو ځای د افغانانو کورونو ته ورغلل او ورته یې وویل چې په خپله خوښه دې ولاړ شي.

دی وايي، د اپرېل تر ۱۰مې وروسته به افغانان نیسي او په تورخم به یې خپل هېواد ته اړوي.

د خیبر چارواکو دا اقدام پر دې سربېره کړی دی چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور وویل، پولیسو او انتظامیې ته یې امر کړی دی چې افغان کډوال دې په زور نه باسي.

نوموړي د اپرېل پر څلورمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ورستنېدونکو کډوالو لپاره مناسب انتظام نه دی شوی او بل دا چې د هغوی "ایستل" نه د خیبر پښتونخوا حکومت "تګلاره ده او د هغوی جبري ستنول د پښتنو له "روایاتو (دود") سره سمون نه خوري.

په خیبر او شاوخوا سیمو کې مېشتو یوشمېر افغانانو د اپرېل پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې ورته د خپلو کاروبارونو د ټولولو لپاره وخت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بې اسناده او د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو افغانانو ته په خپله خوښه د پاکستان د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد او چارواکو د اپرېل له درېيمې څخه افغانستان ته د هغوی د لېږدولو دویم پړاو پیل کړی دی.

د افغان کډوالو ټولنې مشر: "مهاجر باید د سیاست ښکار نه شي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:16 0:00

د خیبر چارواکو په لنډي کوتل کې د ستنېدونکو افغانانو د نوملیکنې او ثبتولو لپاره یو لنډمهالی کیمپ جوړ کړی دی. د پاکستان له مختلفو برخو ایستل شوي افغانان لومړی هغه کیمپ ته او د رسمي چارو تر بشپړېدو وروسته به له هغه ځایه د تورخم له لارې هېواد ته لېږدول کېږي.

له اسلام اباده پېښور ته لېږدول شوي یو افغان کډوال عبدالکریم خان د اپرېل پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، اوس هڅه کوي چې په لنډي کوتل کیمپ کې کورنۍ رجسټر کړي او هېواد ته ستون شي.

هغه وايي، په اسلام اباد کې ورته د کور مالک د کور پرېښودو امر وکړ او چارواکو یې یو زوی وار له مخه افغانستان ته لېږدولی دی.

د ده په خبره، چارواکو ورباندې "اختر خراب کړ" او له اسلام اباده یې وایست.

عبدالکریم خان دعوه کوي چې د پولیسو او پوځ په ګډون د "څلورو حکومتي ادارو" کارکوونکي د افغانانو کورونو ته ورځي او ورته د هېواد پرېښودو امر کوي او که څوک نه ځي نو "د زنانه وو (ښځو) بې عزتي هم" کوي.

ده پر ۱۹۷۸ز کال په افغانستان کې د ثور انقلاب ته په اشاره زیاته کړه چې په پاکستان کې پر مېشتو افغانانو "نوی انقلاب راغلی دی. له یو انقلابه راغلو او په بل انقلاب واوښتو."

د پاکستان چارواکي له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه ردوي او حکومت وايي چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنول کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.

هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

بلخوا هلته ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت کارډونه (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) هم لري.

اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان او د بشري حقونو کمېشن په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم پر پاکستان غږ کړی چې افغان کډوال دې له هغه هېواده په زور نه باسي او په خپله خوښه دې ورته د ستنېدو موقع ورکړي.

خو د پاکستان وفاقي حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.

پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.


XS
SM
MD
LG