افغان کډوال وايي له پنجابه تر لنډي کوتله له سختو کړاوونو تېر شول
د خیبر ضلعې چارواکي وايي د اپرېل له پیل راهیسې څه باندې ۸،۰۰۰ افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي د تورخم له لارې هېواد ته لېږدول شوي دي. د خیبر ضلعې د بیارغونې او بحالۍ چارواکي ارشاد علي مومند د اپرېل پر اتمه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د لنډي کوتل (لواړګي) په لنډمهالي کیمپ کې لومړی د افغانانو نوملیکنه کېږي او بیا هېواد ته لېږدول کېږي. دی وايي، له لېږدول شویو افغانانو څخه یې زیاتره له پنجابه ایستل شوي دي. یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته وویل، له پنجابه تر لواړګي پورې په اوږد مزل کې له سختو کړاوونو تېر شول. دوی وايي، نه پوهېږي چې په افغانستان کې به کورنۍ څنګه ساتي ځکه چې په وینا یې، پیسې نه لري. د پاکستان وفاقي حکومت د مارچ پر ۳۱مه افغان تابعیت کارډ لرونکو ته له ورکړي مهلت تر ختمېدو وروسته د هغوی د ایستلو بهیر پیل کړ. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول. یو اېن اېچ سي ار او مهاجرت نړیوال سازمان په ګډون د پاکستان او نړۍ د بشري حقونو یوشمېر سازمانونو د افغانانو پر جبري ستنولو اندېښنه ښوولې خو اسلام اباد وايي، د ټولو کډوالو ایستلو ته ژمن دی او دا چې دا کار یې د ملي امنیت په ګټه دی. تفصیل په دې رپورټ کې.